Accessibility links

Breaking News

امریکا د ارام سمندر په سیمه کې د دوامدار ځواک توازن غواړي

 د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسیت
د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسیت

د سینګاپور په وروستۍ "شانګري-لا ډایلاګ" امنیتي غونډه کې، د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسیت د ارام سمندر سیمې د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: «دا به داسې راتلونکی وي چې زموږ د ګډو هڅو له لارې به د خپلو تر ټولو مهمو ملي ګټو د خوندي کولو او ساتنې لپاره تعریف شي.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا نوې ستراتیژي د "واقعي سیاست" یا ریالیزم پر لور بیا ستنېدل دي. د هغه په وینا: "موږ د خپلو متحدینو او شریکانو لپاره نوې لارې جوړوو، داسې لارې چې د قدرت او ګټو پر واقعي شرایطو ولاړه وي."

هغه وویل دا به داسې تګلاره وي چې امریکا به لا پیاوړې کړي، متحدین او شریکان به یې لا په وړتیاو سمبال کړي، او د ارام سمندر سیمه به لا باثباته او خوندي کړي.

د دې نوې تګلارې بنسټ دا دی چې د "تکیې" پر ځای د "حقیقي شراکت" پر لور حرکت وشي. د هغه په وینا: « په آسیا کې زموږ شریکان له اوږدې مودې راهیسې پوهېږي چې د یوه دوامدار شراکت بنسټ یوازې ایډیال ارژښتونه ندي، بلکې د ملي ګټو عملي همغږي ده.»

هغه زیاته کړه: "کله چې زموږ ګټې سره برابرې وي، موږ ګډ کار کوو. او کله چې بېلې شي، موږ عملي او هوښیار تعدیل کوو."

هغه وویل چې دا سیمه د امریکا د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره خورا مهمه ده. د هغه په وینا: «له همدې امله زموږ د ملي دفاع ستراتیژي د جګړې وزارت ته لارښوونه کوي چې په ارام سمندر کې د اوږدمهاله او مناسب ځواک توازن لپاره لازم نظامي شرایط برابر کړي.»

هغه زیاته کړه: «کله چې موږ نن دې سیمې ته ګورو، د چین د تاریخي پوځي پراختیا او په سیمه او له هغې بهر د نظامي فعالیتونو د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنې شته. موږ د امنیتي وضعیت په اړه یو روښانه او واقعي ارزونه لرو، او په دې هم پوهېږو چې که هر یو ځواکمن هېواد په دې سیمه واکمن شي، نو د سیمې د ځواک توازن به له منځه ولاړ شي.»

هغه وویل: "موږ دې ستونزې ته د بې ضرورته تقابل پّ سترګه نه ګورو، بلکې د محاسبه شوې او هوښیارې ځواکمنۍ له لارې ورنږدې کېږو." د هغه په وینا امریکا داسې ځواک وړاندې کوي چې منظم وي، اراده یې ثابته وي، او مشرتابه یې دومره ډاډمن وي چې "په ارامه خبرې کوي خو قوي ځواک لري."

هغه وویل چې امریکا غواړي داسې د ځواک توازن رامنځته شي چې د چین په شمول هېڅ هېواد، ونه شي کولای خپل واک تحمیل کړي یا د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت او اقتصادي ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د سولې، عادلانه سوداګرۍ او له چین سره له درناوي ډکو اړیکو غوښتونکې ده. د هغه په وینا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینګ پینګ په بېجینګ کې مستقیمې خبرې کړې دي چې دا بنسټ یې پیاوړی کړی دی.

دوی هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د عدالت او متقابل احترام پر بنسټ جوړې کړي او دا ومني چې که څه هم دواړه هېوادونه خپلې ملي ګټې ساتي، خو کولای شي په هغو برخو کې عملي او دوه اړخیز ګټور توافقونه ترلاسه کړي چې ګټې پکې سره شریکې وي.

هغه وویل: "که څه هم زموږ هدف یوه معقوله سوله ده، خو باید هېڅ شک ونه کړو چې امریکا یو ارام سمندري هېواد دی، او موږ ټینګار کوو چې چین باید زموږ اوږدمهاله سیمه‌ییز دریځ ته درناوی وکړي، او نه یوازې دا، بلکې هغه پوځي ځواک هم ولري چې ددغه دریځ ملاتړ وکړي."

هغه زیاته کړه: "هر احتمالي سیال به اړ وي چې د امریکا د کلک ځواک، ګډ چمتووالي او ثابتې ارادې له مخې قضاوت وکړي."

XS
SM
MD
LG