Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه له آیسلنډ سره د خپلو اړیکو د پراختیا هڅه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو آیسلنډ ته د سفر پر مهال ویلي، "د لسیزو راهیسې آیسلنډ زموږ د ګډ امنیت لپاره یو مهم ستراتیژیک موقعیت لري، او نن ورځ دا خبره تر بل هر وخت ډېره رښتیا ثابته شوې ده. "

هغه وویل، "د دې هېواد موقعیت، چې د متحده ایالتونو او اروپا ترمنځ او په شمالي قطب کې پروت دی، معنا یې دا ده چې آیسلنډ زموږ د ګډې سیمې د امنیت او دفاع په اړه د ډېرو مهمو مسئلو په مرکز کې موقعیت لري. "

وزیر روبیو خبرداری ورکړ، "نن ورځ دغه ګواښونه د زیاتېدو په حال کې دي، او له همدې امله په ټوله کې پر قطبي سیمې او په ځانګړې توګه پر آیسلنډ تمرکز ډېر مهم ګڼل کیږي. "

هغه وویل چې د متحده ایالتونو احتمالي مخالفین، سیالان او له هغوی سره تړلي استثماري صنعتونه لا دمخه زموږ د ګټو پر وړاندې اقدامات کوي. هغه زیاته کړه: «له همدې امله مهمه ده چې موږ د امنیت په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.»

آیسلنډ د ناټو د غړي په توګه د ګډ امنیت په برخه کې ونډه اخلي او د سیمې د دفاع مسؤلیت له نورو سره شریکوي. وزیر روبیو وویل: «موږ غواړو د دې اړیکې پر بنسټ لا نور کار وکړو، څو د شخړې مخه ونیسو.»

هغه وویل: «تاریخ موږ ته ښيي چې د مخنیوي سیاست د تاوتریخوالي د مهارولو تر ټولو غوره لاره او د جګړې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه وسیله ده.»

له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې، آیسلنډ امریکايي پوځ ته خپلو ځمکنیو، هوايي او سمندري سیمو ته د لاسرسي اجازه ورکړې ده څو پټ او غیرقانوني فعالیتونه وڅاري او مخالفین له دې څخه راوګرځوي چې د آیسلنډ خاورې او یا د ګډو متحدینو سیمو ته داخل شي.

سږ کال د متحده ایالاتو او آیسلنډ ترمنځ د ۱۹۵۱ کال د دفاعي تړون د ۷۵مې کلیزې کال دی. وزیر روبیو وویل: «یوازې تېره میاشت، له ۱۲۰۰ څخه زیاتو امریکایانو له خپلو متحدینو سره یوځای د ۲۰۲۶ کال د “نوردرن وایکنګ” په نوم پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ؛ دا هغه ازموینې دي چې هر کال ترسره کېږي او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.»

وزیر زیاته کړه: «خو آیسلنډ یوازې یو مهم امنیتي شریک نه دی؛ بلکې د راتلونکې لپاره زموږ د متقابلو اقتصادي ګټو په برخه کې هم یو مهم متحد ګڼل کیږي.» هغه وویل چې د جیوترمل انرژۍ، بایوټکنالوژۍ او سمندري صنعتونو په برخه کې د آیسلنډ تخصص د لا پراخې سوداګریزۍ او د تکنالوژۍ د ډګر د همکارۍ فرصتونه برابروي.

امریکا او آیسلنډ په خپلو اړوندو هېوادونو کې د اقتصادي پانګونې لپاره د اضافي فرصتونو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وکړې. وزیر روبیو وویل: «همدا هغه لاره ده چې له مخې یې تاسو کولی شئ هغه اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړئ چې زموږ د ګډې سوکالۍ لامل کېږي.»

وزیر روبیو وویل: «تاسو لیدلی شئ چې ولې خلک له آیسلنډ سره مینه پیدا کوي، او تاسو لیدلی شئ چې ولې امریکایان ورته لېواله دي. موږ غواړو هم د ګرځندوی په برخه کې، هم په اقتصادي برخه کې، او هم په خپلو تلپاتې امنیتي همکاریو په برخه کې پر دې اړیکو لا نور کار وکړو.»

XS
SM
MD
LG