Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د پناه غوښتنې د درغلیو د مخنیوي لپاره نور اقدامات کوي

په متحده ایالتونو کې د کډوالۍ د چارو ځینې وکیلان چې د ناقانونه کډوالو استازیتوب کوي، په مکرر ډول خپلو موکلینو ته مشوره ورکوي چې خپله تیره تاریخچه پټه وساتي او آن دا چې د پناه غوښتنې په دوسیو کې دروغ ووایي. د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره وايي چې غواړي دغه عمل ودروي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د مې په ۲۶مه یوه نوې لارښوونه خپره کړه چې له مخې یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې یا ICE ته امر شوی څو د جعلي پناه غوښتنې دوسیو پر ضد نور اقدامات وکړي.

دغه وزارت ICE ادارې ته ویلي چې د درغلیو ضد تګلارې جوړې کړي ترڅو د امریکا هغه قوانین لا په کلکه عملي شي چې د جعلي اسنادو او درغلیو لپاره سزاوې ټاکي.

د دې نوې لارښوونې له مخې، د ICE وکیلان اوس پراخ واک لري چې قانون عملي کړي، او د کډوالۍ د چارو هغو وکیلانو پر ضد هم اقدام کولی شي چې د کډوالۍ په محکمو کې په جعلي ډول د پناه غوښتنې دوسیې ثبتوي.

د کورني امنیت وزارت عمومي حقوقي سلاکار جیمز پر سیوال ویلي: "د ډېرو کلونو راهیسې، میلیونونو ناقانونه کډوالو زموږ د کډوالۍ په سیستم کې درغلي کړې ده. په هېڅ ځای کې دا ستونزه دومره پراخه نه ده لکه د کډوالۍ په محکمو کې چې ده."

هغه زیاته کړه: "د پناه غوښتنې په څېر د خوندیتوب ادعاوې د ځانګړو او محدودو شرایطو لپاره دي، خو دا یوه عامه کړنلاره ګرځېدلې چې د ناقانونه کډوالو وکیلان نږدې هر موکل داسې معرفي کوي چې ګواکې په خپل هېواد کې له ځورونې یا شکنجې سره مخ دی."

هغه وویل، پخوا ICE د کډوالۍ د قاضیانو پر انضباطي اقداماتو او د جنايي درغلیو پر قوانینو تکیه کوله، خو اوس خپله هم نور وسایل لري.

د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ولسمشر ټرمپ یو یادداښت خپور کړی و چې پکې ویل شوي وو د کډوالۍ ځینې وکیلان او لوی حقوقي دفترونه خپلو موکلینو ته لارښوونه کوي چې خپل تېر پټ کړي یا د خپلو شرایطو په اړه دروغ ووایي، څو د امریکا د کډوالۍ قوانین چې د ملي امنیت لپاره جوړ شوي، تر پښو لاندې کړي او چارواکي او محکمې وغولوي.

په یادداښت کې ویل شوي چې هغه وکیلان او حقوقي دفترونه چې د امریکا قوانین یا د وکیلانو مسلکي اصول ماتوي، باید حساب ورکړي.

دغه یادداښت ټینګار کوي چې "حقوقي دفترونه او انفرادي وکیلان لوی واک او مسؤلیت لري چې د قانون حاکمیت، عدالت او نظم په ساتلو خدمت وکړي."

د ټرمپ ادارې ویلي چې د قانون حاکمیت به وساتل شي.

XS
SM
MD
LG