« د چین جرمي منظمې شبکې چې په سیمه کې د لویې کچې درغلیزو عملیاتو مشري په غاړه لري، هره ورځ امریکایان په نښه کوي،» دا خبره د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا اف بي آی د رئیس مرستیال معاون سکاټ شېلبل په سوېل ختیځې اسیا کې د درغلیو ددې مرکزونو پر ضد د خپلې ادارې د هڅو په تړاو څرګنده کړه.
تایلنډ، کمبودیا او ویتنام ته له وروستي سفر وروسته، ښاغلي شېلبل وویل: «دا کوچني یا جلا جرمونه نه دي، دا پېچلي، ښه تمویل شوي منظم جرمي بنسټونه دي چې له پولو، ټکنالوژۍ او زیانمنونکو خلکو څخه ناوړه ګټه اخلي څو سترې ګټې ترلاسه کړي.»
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره چې د امریکا د عدلیې وزارت سره نږدې کار کوي، په بشپړه توګه ژمنه ده چې د دغو شبکو پر ضد د نړیوالې مبارزې مشري وکړي.
مرستیال معاون شېلبل وویل د عدلیې وزارت ځانګړې ضربتي ډله او د تایلنډ شاهي پولیسو په بریالیتوب سره دغه جرمي شبکې ګډوډې کړې، قربانیان یې پېژندلي، او هغه مالي زیربناوې یې په نښه کړې چې د دغو جرمونو ملاتړ کوي.
هغه وویل د تایلند شاهي پولیس ځواکمن عملیاتي شریک ګڼل کیږي چې معلومات شریکوي او پایلې وړاندې کوي.
امریکايي چارواکو په کمبودیا کې د درغلیو په تړاو ددې جرمي فعالیتونو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
ښاغلي شېلبل وویل: «اف بي آی د کمبودیا د ملي پولیسو سره هم د کاري ځواک په چوکاټ کې ملګرتیا کړې ده او هیله لرم چې ددې پلټنو بریا د دغو درغلیزو ځالو پر ضد هم وکاروو.»
هغه وویل د ویتنام د امنیتي ادارو سره یې هم د متقابلو اندېښنو په تړاو ورته موضوعات وڅېړل.
مرستیال معاون شېلبل فرصت درلود چې د درغلیو څو څو مرکزونه له نږدې وویني خو که له لرې هم ولیدل شي، د دغو عملیاتو پراخوالی په بشپړه توګه نه شئ درک کولی. هلته بشپړ شبکې او مرکزونه شته چې په صنعتي کچه درغلۍ دپاره ځانګړي شوي دي.
ښاغلي شېلبل وویل: «دغه درغلۍ ریښتوني قربانیان لري. ډېر ځله امریکایان د خپل ټول عمر سپما له لاسه ورکوي، او په ډېرو مواردو کې داسې قاچاق کړای شوي کسان اړ ایستل کېږي چې پدې جرمي فعالیتونو کې برخه واخلي. پدې کې انسانانو ته د زیانونو دا لوړه بیه ده چې دا کار دومره مهم ګرځوي.»
مرستیال معاون شېلبل وویل: «د دې سفر پیغام روښانه دی. د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره به هر چېرته چې دا جرمي شبکې فعالیت کوي، په کلکه د دوی تعقیب ته دوام ورکړي او دا کار به له باوري نړیوالو متحدینو سره په نږدې ملګرتیا کې ترسره کړي. مجرمان باید فکر ونه کړي چې پولې به یې خوندي کړي حتی که امریکایان هم په نښه کوي. موږ پوهېږو چې تاسو چېرته یاست او تاسو پسې درځو.»