د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په دې وروستیو کې په غوڅ اکثریت سره د اسراییل او فلسطین ترمنځ د شخړې د ختمولو لپاره د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ وکړ.
دا رایه د ۱۴۲ موافقو، ۱۰ مخالفو او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوه. متحده ایالتونه د هغو لسو هېوادونو څخه وو چې د غیر الزامي پریکړه لیک پر ضد یې رایه ورکړه، چې د نیویارک د اعلامیې په نوم پیژندل کیږي.
دا د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د یوې نړیوالې غونډې په ترځ کې رامنځته شوه.
د ملګرو ملتونو لپاره د متحدو ایالتونو سلاکاره مورګان اورټیګس داسې تشریح کړه"متحده ایالتونه د نیویارک د اعلامیې مخالفت کوي، لکه څنګه چې موږ د فلسطین د مسلې د سوله ایز حل او د دوه دولتونو د حل لارې د پلي کولو لپاره د لوړې کچې نړیوال کنفرانس او د هغه پریکړه لیک مخالفت وکړ چې دا امر کړی و."
"د نیویارک د اعلامیې په اړه د [عمومي اسامبلې] اقدام یو بل غلط او بې وخته تبلیغاتي نمایش دی چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره جدي ډیپلوماټیکې هڅې کمزورې کوي. مه غلطیږئ - دا پریکړه لیک حماس ته یوه ډالۍ ده.
په دې توګه، دا بدبینانه ده او په څرګنده توګه د بهرني سیاست د جدي اجنډا پرځای د کورني سیاست لخوا پرمخ وړل کیږي."
لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اشاره کړې، د اوړي په اوږدو کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره پرمختګ او خبرې اترې هغه وخت له منځه ولاړې کله چې د کنفرانس کوربه هیواد د حماس سرزوري وهڅوله او د یوه فرضي فلسطیني دولت د پیژندلو اراده یې اعلان کړه.
اغلې اورټیګس وویل: "د سولې د ترویج پرځای، کنفرانس لا دمخه جګړه اوږده کړې، حماس یې هڅولی او په لنډ او اوږد مهال کې یې د سولې امکانات زیانمن کړي دي."
"متحده ایالتونه به د اکتوبر د اوومې د قربانیانو په دې سپکاوي کې برخه وانخلي، خو موږ به د جګړې د پای ته رسولو او دایمي سولې د راوستلو لپاره د حقیقي نړۍ هڅو ته دوام ورکړو.
موږ باید په دې تمرکز وکړو چې څنګه جګړه پای ته ورسوو او حماس له منځه یوسو او بې وسلې کړو.
دا جګړه سبا پای ته رسیدلی شي که حماس بې وسلې شي، یرغمل شوي خلک خوشې شي او وسپارل شي. خو حماس لاهم انکار کوي."
اغلې اورټیګس خبرداری ورکړ چې د نیویارک اعلامیه "یو بل غیر رغنده حرکت دی چې یوازې حماس ته به انعام ورکړي، جګړه به وغځوي، او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په غزه کې د کړاوونو د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې به زیانمنې کړي،" هغه هڅې چې هغه یې د ملاتړ ادعا کوي.
"دا اعلامیه یو ستونزمن اخلاقي توازن لري او د دې حقیقت په پیژندلو کې پاتې راځي چې د اکتوبر په اوومه د حماس ترهګري د دې جګړې د اړینوالي لامل وه، او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او وسلو ایښودلو څخه انکار د دې جګړې د دوام لامل دی."
له همدې امله متحدو ایالتونو د نیویارک د اعلامیې پر ضد رایه ورکړه.