ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولس ته پخپلې کلنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې «هر چېرته چې وکولای شم سوله به ټینګه کړم، خو هېڅکله به د امریکا پر وړاندې له ګواښونو سره د مقابلې څخه ډډه و نه کړم، هر چېرته چې اړتیا وي.»
ولسمشر ټرمپ وویل، همدا لامل و چې د امریکا پوځ تېر کال د جون په میاشت کې د ایران په خاوره کې د «نیمې شپې څټک» په نوم د عملیاتو په ترڅ کې د ایران د اټومي وسلو پروګرام له منځه یووړ.
هغه وویل: «له لسیزو راهیسې د امریکا تګلاره دا پاتې شوې چې هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.»
«له هغه وخت راهیسې چې دوی ۴۷ کاله مخکې د هغه ویاړلي ملت واک تر لاسه کړ، دغه رژیم او د هغوی وژونکي استازي پرته له ترهګرۍ، مرګ او کرکې بل څه نه دي خپاره کړي. هغوی زرګونه امریکایي سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي، او په سلګونو زره، آن میلیونه خلک یې د هغو څه په وسیله چې د سړک غاړې بمونه بلل کېږي، وژلي دي.او موږ سلیماني له منځه یووړ، ما دا کار په خپلې لومړۍ دورې کې وکړ. هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و او یوازې په تېرو څو میاشتو کې د اعتراضونو پر مهال، داسې ښکاري چې لږ تر لږه ۳۲ زره مظاهره کونکي وژل شوي دي- ۳۲ زره معترضین -په خپل هېواد کې. هغوی پرې ډزې وکړې او هغوی یې وځړول.»
د ایران رژیم لا دمخه داسې توغندي جوړ کړي چې کولی شي اروپا او په بهر کې د امریکا پوځي اډې وګواښي او هغوی پر داسې توغندیو کار کوي چې ژر به وکړای شي د امریکا متحدو ایالتونو ته ورسېږي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «د نیمې شپې څټک په نوم د عملیاتو نه وروسته، هغوی ته خبرداری ورکړل شو چې په راتلونکي کې دې د خپلو وسلو پروګرام، په ځانګړي ډول اټومي وسلې، بیا نه جوړوي خو هغوی لا هم دې کار ته دوام ورکوي.»
«دوی خپل پروګرام بیا له سره پیل کوي. موږ دا له منځه یووړ، خو هغوی غواړي یو ځل بیا یې پیل کړي او همدا اوس هم بیا خپل ناوړه هدفونه تعقیبوي. موږ له هغوی سره په خبرو اترو کې یو. هغوی غواړي یوه هوکړه وکړي، خو موږ لا هم هغه کلمې نه دي اورېدلې: ‘موږ به هېڅکله اټومي وسله ونه لرو.’ - زما خوښه دا ده چې دا ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. خو یو شی یقیني دی، او هغه دا چې زه به هېڅکله اجازه ور نه کړم چې په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر تمویل کوونکی چې بې له شکه همدوي دي، اټومي وسله تر لاسه کړي.»
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ: «هېڅ هېواد باید د امریکا پر هوډ شک و نه کړي. موږ د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځ لرو. ما په خپلې لومړۍ دورې کې پوځ بیا ورغاوه، او موږ به دې کار ته دوام ورکړو.»
هغه وویل: «موږ بله لاره نه لرو. موږ باید پیاوړي واوسو، ځکه هیله ده چې ډېر کم دیته اړ شو چې ددې لوي ځواک څخه چې موږ په ګډه جوړ کړی، کار واخلو. دیته د ځواک له لارې سوله ویل کېږي، او دا لاره ډیره، ډېره اغېزمنه ثابته شوی ده.»
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «هغه امریکایي انقلاب چې په ۱۷۷۶ کال کې پیل شو، پای ته نه دی رسېدلی. دا لا هم دوام لري، ځکه چې د ازادۍ او خپلواکۍ لمبه لا هم په وطن مین د هر امریکایي په زړه کې بلېږي، او زموږ راتلونکی به تر بل هر وخت ښه، روښانه، له زړورتیا ډکه او لا ډېره ویاړلی وي.»