Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د کارابین هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي

متحده ایالتونه هڅه کوي چې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې لوېدیځه نیمه‌کره بېرته خپل مخکښ مقام ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو د امریکا او کارابین هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په غونډه کې وویل:"له ډېرې مودې راهیسې موږ د نړۍ د نیمې بلې برخې پر پېښو تمرکز کړی خو په عین وخت کې مو په خپله سیمه او ګاونډ کې روانو پېښو ته پام ندی کړی."

هغه زیاته کړه: "په پای کې، د متحده ایالتونو عظمت د حکومت له لوري نه، بلکې د خصوصي سکتور له خوا رامنځته کېږي. زموږ دنده دا ده چې د اړیکو د منځګړي په توګه کار وکړو، څو زموږ خصوصي سکتور په کارابین سیمه کې له موجودو فرصتونو خبر شي او د کارابین هېوادونه هم پوه شي چې زموږ خصوصي سکتور د پانګونې له کومو ډګرونو سره لېوالتیا او علاقه لري."

د همدې موخې لپاره، متحده ایالتونه پلان لري چې راتلونکی کال د پانګونې په اړه یو ډیالوګ پیل کړي څو د کارابین هېوادونه او د امریکا خصوصي سکتور سره راټول کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لاندو وویل: "موږ دا هم منو چې اقتصادي پرمختګ له روغتیا سره تړاو لري."

له همدې امله، متحده ایالتونو ۶۱ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي، څو د اسپایر «ASPIRE» په نوم ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړي. د دې نوښت بشپړ نوم د سیمې د خپلواک او غوره روغتیايي خدمتونو لپاره د امریکا ستراتیژیکه ملګرتیا ټاکل شوی دی او موخه یې دا ده چې د کارابین هېوادونه وکولای شي خپل روغتیايي ظرفیتونه پیاوړي او پراخ کړي.

امنیت هم د سیمې له مهمو مسئلو څخه دی. لاندو یادونه وکړه چې په وروستیو کلونو کې د جنوبي امریکا څخه د کارابین سیمې له لارې متحده ایالتونو ته د نشه‌يي توکو د لېږد کچه لوړه شوې ده.

هغه وویل، دا د امریکا د خلکو لپاره د ملي امنیت یو ګواښ دی او زیاته یې کړه: "موږ غواړو له تاسو سره په ګډه کار وکړو، څو له دې ناوړه ستونزې سره مبارزه وکړو."

د دې موخې د ترلاسه کولو یوه لاره د کارابین حوزې د امنیت نوښت دی، چې د متحده ایالتونو او کارابین هېوادونو ترمنځ د امنیتي ملګرتیا بنسټ جوړوي او ۱۳ هېوادونه پکې برخه لري.

لاندو اعلان وکړ چې متحده ایالتونه به د دې نوښت لپاره ۳۷ میلیونه ډالر اضافي بودیجه ځانګړې کړي. دغه نوې بودیجه به د مهمو ډیجیټلي زیربناوو د ساتنې او د بندرونو د امنیت د پیاوړتیا لپاره ولګول شي.
بل مهم بحث ناقانونه کب‌ نیول دي.

د دې ستونزې د مخنیوي لپاره به متحده ایالتونه د کارابین هېوادونو د قانوني ادارو د ظرفیت لوړولو دپاره د ۵۵ میلیون او ۵۰۰ زره ډالر په ارزښت اضافي مرستې وکړي.

د باور وړ زیربناوو او خوندي مخابراتي شبکو اړتیا هم د سیمې لپاره ډېره مهمه ده.

لاندو وویل: "د یوې پیاوړې ډیجیټلي زیربنا د شتون نه پرته، تاسو نه شئ کولای یو اغېزمن بانکي نظام، ګرځندوی سیستم، د انرژۍ شبکه یا دولتي خدمات ولرئ او دا هم مهمه ده چې پوښتنه وشي دغه شبکې څوک جوړوي."

د همدې مقصد دپاره به متحده ایالتونه د سمندر لاندې د کیبلونو د پروګرام له لارې په کارابین او مرکزي امریکا کې د خوندي زیربناوو لپاره ۱۷۵ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالر پانګونه وکړي.

لاندو وویل: "دا پانګونه به په ټوله سیمه کې د باور وړ او چټک انټرنېټي اتصال زمینه برابره کړي څو داسې پیاوړې او خوندي شبکې جوړې شي چې ستاسو د خلکو اړتیاوې پوره کړي، نه دا چې د بهرنیو ګټو دپاره خدمت وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هغو ګډو ارزښتونو یادونه هم وکړه چې متحده ایالتونه او د کارابین ګاونډي هېوادونه یې شریکوي. په دغو ارزښتونو کې د ملي حاکمیت درناوی، د قانون حاکمیت او ازاد بازارونه شامل دي.

د نوموړي په وینا، پر دغو اساسي موضوعاتو تمرکز به اقتصادي وده وهڅوي، پانګونې راجلب کړي او په پای کې به د متحده ایالتونو او کارابین هېوادونو لپاره د سوکالۍ زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG