Accessibility links

Breaking News

په وینزویلا کې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو چمتوالی

 په ونیزویلا کې د امریکا سفارت
په ونیزویلا کې د امریکا سفارت

په وینزویلا کې له اوو کلونو وروسته، د امریکا سفارت، یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی: «موږ په کاراکاس کې د امریکا په سفارت کې په رسمي ډول خپل فعالیتونه بېرته پیلوو، چې دا په وینزویلا کې زموږ د ډیپلوماتیک حضور یو نوی پړاو ښيي.»

د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه زیاتوي چې: «د ۲۰۱۹ کال د مارچ راهیسې، د وینزویلا سره د امریکا ډیپلوماتیکې اړیکې د کولمبیا په بوګوټا کې د امریکا په سفارت کې د وینزویلا د څانګې له لارې پر مخ وړل کېدې.»

د جنورۍ په میاشت کې، سفیره "لورا دوګو" کاراکاس ته ورسېده تر څو په وینزویلا کې د امریکا د حکومت هڅې د شارژدافیرې په توګه رهبري کړي. د سفیرې دوګو ټیم د کاراکاس د سفارت ودانۍ بیا رغوي، څو ژر تر ژره د کارکوونکو بېرته ستنېدو او وروسته د قونسلي خدمتونو بیا پیل ته چمتووالی ونیول شي.

د کاراکاس په سفارت کې د فعالیتونو بیا پیل د وینزویلا لپاره د ولسمشر ټرمپ د درې پړاونو د پلان د عملي کیدو مهم ګام ګڼل کیږي او دا به لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې، د امریکا وړتیا لا زیاته کړي څو د وینزویلا د موقت حکومت، مدني ټولنې او خصوصي سکتور سره مستقیم تعامل وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې وروستیو کې د الجزیرې سره په یوه مرکه کې وویل چې په وینزویلا کې وضعیت «ډېر ښه پر مخ ځي.»

هغه وویل: «زموږ هیله دا ده چې لومړی هېواد باثباته شي. موږ نه غوښتل کورنۍ جګړه ووینو، نه مو غوښتل سیسټماټیک سقوط ووینو، او نه مو غوښتل د پراخې کډوالۍ وضعیت رامنځته شي. تاسو ولیدل چې له دې هېڅ یو هم پیښ نه شول.»

روبیو زیاته کړه چې د لسیزو نه وروسته، «وینزویلا اوس خپل تېل په نړیوال بازار کې په بشپړ قیمت پلوري، او پیسې بېرته وینزویلا ته ورځي او د خلکو د ګټې لپاره لګول کېږي.» دا پیسې د طبي توکو او تجهیزاتو په اخیستلو او همدارنګه د ښوونکو، پولیسو او دولتي کارکوونکو د معاشونو دپاره لګول کیږي.
هغه څرګنده کړه چې دویم پړاو به «د بیا رغونې بهیر» وي، چې پدې کې به د هېواد هغه بنسټونه بېرته ورغول شي چې د پرمختګ او ودې سبب ګرځي، او سوداګرۍ به بېرته راجذب شي.

«همدارنګه، مدني ژوند بېرته راګرځي. خپلواکې رسنۍ اوس فعالیت کولی شي. سیاسي بندیان خوشې شوي دي. سیاسي ګوندونه بیا جوړېږي. خلک خبرې کوي او په عامه ژوند کې برخه اخلي.»

خو د دې لپاره چې وینزویلا خپل اقتصادي ظرفیت بشپړ کړي، باید یو باثباته دیموکراتیک حکومت ولري، څو «خلک په ډاډه زړه پانګونه وکړي، ځکه چې دوی پوهېږي چې د قوانینو، محکمو او مشروعیت له خوا خوندي دي.»

هغه وویل: «موږ دې هدف ته د رسېدو پر غوره لاره برابر روان یو. د دې دپاره باید د موقتو چارواکو ستاینه وشي چې دا مسوولیت یې پر غاړه اخیستی. موږ خپل سفارت بیا پرانیستو، هره ورځ له دوی سره خبرې کوو، او موږ ډېر مثبت احساس لرو.»

XS
SM
MD
LG