د متحده ایالتونو اندېښنه لا هم د کولمبیا د بېثباتۍ، تاوتریخوالي او د نشهیي توکو د غیرقانوني کرکیلې او قاچاق په اړه ژوره ده.
د ملګرو ملتونو په سیاسي چارو کې د امریکا استازې جنیفر لوسېټا ویلي: “هغه تاوتریخوالی او د نشهیي توکو قاچاق چې د ترهګرو سازمانونو او غیرقانوني وسلهوالو ډلو له خوا ترسره کېږي، نه یوازې د کولمبیایانو، بلکې د ټولې سیمې، په ګډون د امریکایانو، امنیت له خطر سره مخ کوي.”
د مارچ په ۱۹مه، ددغو ډلو په لست کې یوه شامله ډله چې (فارک – اي -پي) نومېږي، د ملګرو ملتونو د څارنې او تایید ماموریت ته ګواښ وکړ چې هغو سیمو ته به لاسرسی محدود کړي چې د دوی تر څار لاندې دي.
سفیرې لوسېټا وویل: “موږ د کولمبیا له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دغو ډلو له خوا د ترهګرۍ، نورو جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو د ګواښونو په له منځه وړلو تمرکز وکړي.”
هغې زیاته کړه: “غیرقانوني وسلهوالې ډلې په داسې حال کې چې د ملکي خلکو پر ضد پراخې سرغړونې کوي یو شدید بشري بحران یې رامنځته کړی، لکه جبري بېځایه کول، بندي کول، جنسي تاوتریخوالی، او په جګړه کې د ماشومانو غیرقانوني استخدام.”
سفیرې لوسېتا ټینګار وکړ: ”د کوکاین د بوټو د کرکیلې او تولید مخنیوی هم اړین دی، څو غیرقانوني وسلهوالې ډلې پدې ونه توانیږي چې په ټول هېواد او سیمه کې د وېرې واکمني ټینګه کړي.“ متحده ایالتونه د هغو ټولو کسانو غندنه کوي چې د نشهیي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو له لارې د سولې د زیانمنولو هڅه کوي.
متحده ایالتونه لا هم هغه ډلې چې په کولمبیا کې فعالې دي د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نوموي، څو د هغوی مالي سرچینې او امکانات قطع کړي. سفیرې لوسېټا وویل: ”د غیرقانوني وسلهوالو ډلو د ترهګرۍ او تاوتریخوالي لپاره باید هېڅ ډول معافیت نه وي.“
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور له مخې، د کولمبیا پارلماني ټاکنې د عامه نظم له لویو ګډوډیو پرته ترسره شوې. خو د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې، متحده ایالتونه د هر ډول هغو اقداماتو په اړه هوښیار پاتې کېږي چې د ټاکنو پر شفافیت او اعتبار اغېز کولی شي.
سفیرې لوسېټا یادونه وکړه چې دا ټاکنې د سناتور میګیل اوریبه توربای د وژنې په سیوري کې چې تیر کال پیښ شو ترسره کېږي. دا د کولمبیا د سیاسي تاوتریخوالي تورو ورځو ته یوه اشاره ده چې په ترڅ کې یې سیاسي مشران وژل کېدل، تښتول کېدل او له آزادو کمپاینونو محرومېدل.
هغې د کولمبیا د ولسمشرۍ د نوماندانو پر ضد د مرګ ګواښونه وغندل او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي میروسلاو جنچا ستاینه یې وکړه چې دغه ګواښونه یې محکوم کړي دي.
متحده ایالتونه د کولمبیا د خلکو ترڅنګ ولاړ دي، په داسې حال کې چې هغوی د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.