د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې په خپلو خبرو کې وویل چې د سړې جګړې اختتام د د ازادۍ تر بیرغ لاندې د شرقي او غربي اروپا د بیا یو ځای کېدو پخوانۍ هیله پوره کړه، خو د یو خطرناک وهم لپاره یې هم لاره هواره کړه.
روبیو وویل چې همدغه راز تمه کېده «اوس دې هر ملت یوه لیبرال دموکراسي وي. یوازې د سوداګرۍ او تجارت له لارې ټېنګ شوي روابط دې د ملیت ځای ونیسي...اوس به په یوې بې سرحده نړۍ کې ژوند کوو او هر څوک به د نړۍ تبعه وي.»
هغه وویل: «دا یوه احمقانه نظریه وه چې هم یې د انسان طبیعت او هم یې د تاریخ د څه باندې ۵۰۰۰ کلونو زده کړې له پامه وغورځولې.»
«موږ په دې وهم کې د ازادې او له قید او شرط پرته سوداګرۍ یو لنډ فکر ومنه. په داسې حال کې چې ځینو هېوادونو خپل اقتصادونه خوندي ساتل، خپلو شرکتونو ته یې سبسایډۍ ورکولې خو په سیستماتیک ډول یې زموږ اقتصاد کمزوری کوو، فابریکې یې راتړلې، چې زموږ د ټولنې ډېره برخه یې غیر صنعتي کړه، له هېواد څخه یې میلیونونه کاري فرصتونه او منځنۍ طبقه واېستل او زموږ د حیاتي تدارکاتو کړۍ یې د غلیمانو او رقیبانو په کنترول کې ورکړه.»
«د یوې بې سرحده نړۍ په لټه کې مو خپلې دروازې د کډوالو یوې بېسارې څپې ته پرانیستلې چې زموږ د ټولنې انسجام، فرهنګ او د خلکو اینده ګواښي.»
وزیر روبیو وویل: «موږ په ګډه دا تېروتنې کړې او اوس د خپلو خلکو پوروړي یو چې له دغو حقایقو سره مخامخ» شو او بېرته ورغېږو.
«متحده ایالتونه به د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې یو ځل بیا د تجدید او نوي کولو دنده په غاړه واخلي، او زموږ د پخواني تمدن په څېر به د ویاړلې، خپلواکې او حیاتي اینده د لیدلوري په اساس مخې ته وړل کېږي. موږ چمتو یو که اړتیا وه دا کار په یوازې ځان وکړو، خو غوره ګڼو او زموږ هیله دا ده چې له تاسو، په اروپا کې زموږ له دوستانو سره یو ځای یې وکړو.»
وزیر روبیو څرګنده کړه چې د امریکا رېښې د اروپا له وچې څخه غځېدلې دي.
«موږ د یو تمدن برخه یو، د لویدیځ تمدن. موږ له یو بل سره په داسې ژورو پیوندونو تړل شوي یو، چې ملتونه یې له یو بل سره شریکولای شي. د پېړیو د ګډو تاریخونو، مسیحي عقیدې، فرهنګ، میراث، ژبې او نسب پیوندونه او هغه قربانۍ چې زموږ نیکونو د دغه ګډ تمدن لپاره، چې موږ یې وارثان یو، ورکړې دي.»
یو بریالی ایتلاف باید د دغه ګډ میراث په دفاع سره پيل شي. بیا به «زموږ د اقتصادي او سیاسي اینده د ترسیم کولو او جوړولو کار» ممکن شي.
«په ګډه کولای شو د خپلو خلکو د دفاع لپاره خپل اقتصادونه بیا صنعتي کړو او خپله وړتیا بیا ورغوو.»
«خوږ موږ باید د خپلو ملي سرحدونو کنترول په لاس کې واخلو» چې «د ملي حاکمیت یو اساسي اقدام» دی.
«او نهایتآ، موږ نور نه شو کولای چې تش په نامه نړیوال نظم د خپلو خلکو او خپلو ملتونو په حیاتي ګټو لوړ وګڼو. موږ د نړیوالې همکارۍ د سیستم ختمولو اړتیا نه لرو» خو دا باید اصلاح شي.
وزیر روبیو وویل: «موږ داسې ایتلافیان غواړو چې د ځان دفاع وکولای شي، داسې چې هېڅ غلیم بیا زموږ د ګډ ځواک د ازمایلو کوښښ ونه کړي.»
«داسې یو ګډ اقدام به یوازې دا نه چې له موږ سره د یوې معقولې تګلارې په بیا رغولو کې مرسته وکړی. بلکې موږ ته به زموږ څرګند حس بیرته راوګرځوي... او په دې کار سره به د تمدن د ویجاړولو ځواکونه، چې امریکا او اروپا یو ډول ګواښي، له منځه یوسو او مخه به یې ونیسو.»
وزیر روبیو وویل: «موږ باید په هغه څه وویاړو چې په تېرې پېړۍ کې مو په ګډه ترلاسه کړي.» «خو اوس باید د نوې پېړۍ د فرصتونو سره مخامخ شو او ویې منو.»