د نیکاراګوا د ولسمشر دانیل اورتیګا او د هغه د مرستیالې روساریو موریلو تر واک لاندې، د دیني ازادۍ پر ضد ظلم او ځورونې لا هم دوام لري.
د جولای په ۱۲مه ، ددې میاشتې د ۱۹مې د ساندینیستا انقلاب د کلیزې تر مخه چې د یو لړ یرغلونو برخه وه، خولۍ اغوستونکو کسانو د موریسیو الونسو پر کور برید وکړ، چې د دیني ازادۍ یو ملاتړی و، او هغه یې ونیوه. نوموړی په بند کې په بېرحمانه توګه مړ شو.
په وروستیو کلونو کې، د جولای ۱۹مې مظاهرې د اورتیګا-موریلو د رژیم پر ضد د خلکو د غبرګون او سیاسي بدلون د غوښتنې یوه وسیله ګرځېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې نیمې کرې د چارو ادارې، د ایکس د ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې لیکلي:
"متحده ایالات د موریلو-اورتیګا د ظالمانه دیکتاتورۍ د ظلمونو په اړه سخت اندېښمن دی، ځکه چارواکو د موریسیو الونسو مړی، چې د نیکاراګوا د دیني ازادۍ مدافع و، خپلې کورنۍ ته وسپاره. دغه دیکتاتور نظام هغه د یو میاشت لپاره تر مرګه پورې، په غیر عادلانه توګه چې چا سره یې د ارتباط اجازه هم نه درلوده توقیف کړی و."
د الونسو کورنۍ د هغه د ځای په اړه هیڅ معلومات نه درلودل، او دوی هغه د هېواد په بېلابېلو زندانونو او روغتونونو کې ولټوه.
تر دې چې د اګست په ۲۵مه نېټه، د عدلي طب انستیتیوت له لوري تماس ورسره ونیول شو او ورته وویل شول چې د الونسو مړی به ورته وسپارل شي.
وروسته، د رژیم چارواکو د الونسو کورنۍ ته امر وکړ چې هغه دې “سمدلاسه” ښخ کړي.
د ملي پولیسو ګزمې هغه موټر بدرګه کاوه چې د الونسو جسد یې هدیرې ته لېږدولو، او تر هغو هلته پاتې شول چې د ښخولو مراسم پای ته ورسېدل.
په همدې شپه چې الونسو ونیول شو، چارواکي په زور د پادري رودي پالاسیوس وارګاس، د هغه د خویندو آرلي پالاسیوس وارګاس او جسیکا پالاسیوس وارګاس، او د هغوی د میړونو پېدرو هوزې لوپز او ارماندو هوزې برمودز موهیکا کورونو ته ننوتل.
ټول یې ونیول او بنديان کړل. د نړۍ د مسیحي پیوستون سازمان د رپوټ له مخې، د الونسو د کورنۍ یوه نږدې ملګرې اولګا ماریا لارا روښاس هم نیول شوې ده.
انا لي ستانګل، د یاد سازمان د ملاتړ څانګې مشره وایي:
"د پادري رودي پالاسیوس وارګاس، د هغه د کورنۍ غړو او دوستانو بېدلیله نیول د کلونو راهیسې د هغه د په زغرده نیوکو نتیجه ده چې ددې نظام د ځورونو او ظلمونو اوج په ډاګه کوي، چې تل یې د دانیل اورتیګا او روساریو موریلو د رژیم په لاس د بشري حقونو پرلهپسې سرغړونو پر ضد یې خپل غږ پورته کړی."
الونسو د پادري رودي پالاسیوس وارګاس نږدې دوست و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي:
"د الونسو د مړینې دا تراژیدي د موریلو-اورتیګا د څارنې او امر پر بنسټ شوې ده. متحده ایالات نه دا ډول ظلم زغمي او نه به دا جنايت هېر کړي."