Accessibility links

Breaking News

د عربو په ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې د یوه برجسته غړي په سر د انعام ټاکنه


سعد بن عاطف العولقي، د عربو په ټاپو وزمه کې، د یمن دپاره د القاعده څانګې مشر
سعد بن عاطف العولقي، د عربو په ټاپو وزمه کې، د یمن دپاره د القاعده څانګې مشر

د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په برخه کې، د متحدو ایالتونو هدف، د عربو په ټاپو وزمه کې د یمن د القاعده څانګې مهم غړي دي. دا ډله، په یمن کې مېشته، د القاعدې د مرکزي شبکې سره تړلې تر ټولو فعاله څانګه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" په نوم د پروګرام له لارې، د دې شبکې د اوسني مشر، سعد بن عاطف العولقي (چې د سعد محمد عاطف په نوم هم پېژندل کېږي) په اړه د معلوماتو لپاره تر شپږ میلیون ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، "ددې ترڅنګ امکان لري چې د معلوماتو ورکوونکی شخص خوندي ځای ته هم انتقال شي.

العولقي په ۲۰۲۴ کال کې ددې ډلې د پخواني مشر خالد سعید باطرفي تر مړینې وروسته مشري په غاړه واخیسته. عولقي په ښکاره د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د بریدونو غږ کړی دی.

د AQAP یا په یمن کې د القاعده شبکې د څانګې د مالي سرچینو د بندولو لپاره، متحده ایالات د هغو معلوماتو په بدل کې چې د دې ډلې د مالي سرچینود ګډوډېدو لامل شي تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې انعام او خوندي ځای ته د انتقال د امکان وړاندیز کوي.

دAQAP ډله خپل عواید له بېلابېلو سرچینو لکه زورواکۍ ، باج اخیستلو، د تیلو قاچاق او پلور، د انسانانو قاچاق او تښتونه، جعلي خیریه بنسټونو، او د بهرنیو مرسته کوونکو ادارو څخه د مرستو په اخیستو ترلاسه کوي.

د دې شبکې مشران له دغو پیسو څخه د وسلو د پېر، د جنګیالیود روزنې، ترهګریزو بریدونو، او د یمن ځینو برخو د نیولو لپاره کار اخیستی دی.

د AQAP د مالي شبکې عملیاتي چارو د ګډوډولو په ترڅ کې، متحده ایالتونه همداراز د دې شبکې د مالي برخې مهمو چارواکو هر یو، صبیت بن حارث او عباس حمدان په اړه د معلوماتو په بدل کې هم انعام ورکوي.

سبیت بن حارث چې د ابو غزوان الحضرمي په نوم هم پېژندل کېږي، په یمن کېد القاعده شبکې یو لوړ پوړی مشر او د ډلې د (شورا) غړی دی. هغه د ډلې مالي چارې سمبالوي او یمن ته د بهرنيو جنګیالیو د سفرونو همغږي کوي.

عباس حمدان هم یو لوړ پوړی مشر دی او د ډلې د مالي چارو مشر (امیر) نومول شوی دی. هغه ددې ډلې پیاوړی غړی دی چې تل یې د ډلې د مالي فعالیتونو او د بریدونو د پلان جوړونې ملاتړ کړی، پدې کې په منځني ختیځ او سیمه کې پر امریکایي اهدافو باندې بریدونه هم شامل دي.

که تاسو یا ستاسو له خوا څوک د العولقي، بن حارث، یا حمدان په اړه معلومات لرئ، یا د هغو بنسټونو او مالي ادارو په اړه معلومات لرئ چې د AQAP یا په یمن کې د القاعده د څانګې سره د مالي فعالیتونو په برخه کې مرسته کوي، کولی شئ دا معلومات په بشپړ محرمیت سره وړاندې کړئ.

له موږ سره د اړیکې لپاره، له Signal، Telegram، یا WhatsApp څخه کار اخیستی شئ

شمیره یې ده:
+1 202-702-7843

یا زموږ وېب‌پاڼې ته ورشئ:
www.rewardsforjustice.net

XS
SM
MD
LG