Accessibility links

Breaking News

د مالیې وزارت د 'اقتصادي انزوا عملیات 'پیل کړل

 د متحده ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ
د متحده ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ

د متحده ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ په دې وروستیو کې د ایران د اقتصادي انزوا په موخه د عملیاتو د پیل اعلان وکړ. دا د ایران او د هغه هیواد د ملاتړ کوونکو پر وړاندې یو بې‌ساری کمپاین دی.

وزیر بېسنټ وویل." زموږ موخه دا ده هر هغه اقتصادي مسیر چي د ایران دپاره حیاتي ګڼل کیږي، او د دې ظالم رژیم د دوام لپاره ملاتړ کوي، باید پرې کړو، او دا به تر هغې کوو چې تهران یوازې پاتې شي"
هغه زیاته کړه : "د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکا نور د ایران د ګواښ مدیریت نه کوي بلکه موږ یې پای ته رسوو."

د متحده ایالتونو وسله‌والو ځواکونو د ولسمشر د دې موخې لپاره لازم بنسټونه برابر کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. اوس ایران یوازي یوه انتخاب سره مخ دی: یا بشپړه نړیواله انزوا او کمزوری اقتصاد، یا بېرته عادي حالت ته د ستنېدو لاره، چې له مخې به یې د نړیوال اقتصاد سره د بیا یوځای کېدو فرصت ولري.

له همدې شېبې څخه، د مالیي وزارت او د متحده ایالاتو د حکومت د نورو ادارو اقدامات به فشار لا زیات کړي او د عاید هره احتمالي سرچینه به وتړي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاپ یا (IRGC) او د ایران رژیم تمویلوي. رژیم ته به د دې لپاره هېڅ فرصت ورنه کړل شي چې خپل هغه ظرفیت بېرته تر لاسه کړي چې د امریکا او نړۍ پر وړاندې ترهګریزې کړنې تر سره کړي.

وزیر بېسنټ خبرداری ورکړ:"په دې شخړه کې په خړو ساحو کې فعالیت کول نور د منلو وړ نه دی. هیوادونه نه شي کولای ادعا وکړي چې دوی د دې فعالیتونو د اسانتیاوو له برابرولو څخه ناخبره دي."
"د ایران ملاتړ کوونکي د هغوی پټرول اخلي او انتقالوي یي. دوی د صرافیو او آزادو سوداګریزو سیمو له لارې د مالي بهیر اسانتیا برابروي."

"دوی د ایران الوتنو ته هرکلی وايي او د هغوی په استازیتوب د ثبت اسناد ساتي. دوی د سمندر له لارې د سون‌توکي انتقالوي او د ځمکنيو لارو د ترانزیټ پر وړاندې سترګې پټوي. همدارنګه، دوی په داسې حال کې چې د خپلې همکارۍ کچه پټه ساتي، د خپلو بانکونو د ناقانونه کارونې اجازه ورکوي."

ولسمشر ټرمپ د نړۍ له مشرانو سره اړیکه نیولې او له هغوی یې په مشخص ډول غوښتي چې د ایران له رژیم سره خپل تعاملات ودروي. داسې شواهد هم شته چې دا غوښتنې په پام کې نیول کېږي.
وزیر بېسنټ ژمنه وکړه: "هغه کسان چې د متحده ایالتونو ترڅنګ درېږي، زموږ له مشارکت څخه به ګټې ترلاسه کړي."

هغه زیاته کړه: "برعکس هغه کسان چې ځانونه له تهران سره تړي، باید ددي تمه هم ولري چې د ایران د مخ پر کمزوري کېدونکي رژیم په انزوا کې به ور شامل شي ."

هرهېواد ته د ایران په اړه د خپلو فعالیتونو د بندولو لپاره مشخصه موده ټاکل شوې ده. وزیر بېسنټ خبرداری ورکړ: "که هغوی اقدام ونه کړي، موږ به د مالیې وزارت د صلاحیتونو له لارې په یو اړخیز ډول اقدام وکړو."

هغه د بانک ملي (Bank Melli) قضیه یاده کړه او ویې ویل: "هره څانګه یي باید وتړل شي."

هغه زیاته کړه : "سربېره پر دې هر هغه بنسټ چې د ایران په استازیتوب د پیسو مینځلو اسانتیا برابروي، د متحده ایالتونو د ډالر له مالي سیستم څخه به وایستل شي. وخت په تېرېدو دی."

د وروستیو بندیزونو په وسیله د ایران پنځه هغه مهم حیاتي اقتصادي مسیرونو په نښه کیږي چې ایران یې په نورو هېوادونو کې کاروي: ډیجیټل شتمني، ټکنالوژي، سره زر، هوايي چلند او سمندري لېږد.

سربېره پر دې، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په ټوله نړۍ کې د ۶۰ څخه پر زیاتو بنسټونو، اشخاصو او بېړیو بندیزونه لګولي چې د ایران له رژیم سره د ناقانونه اټومي او د توغندیو د ټکنالوژۍ او سایبري عملیاتو په ترسره کولو او د تېلو د عوایدو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

وزیر بېسنټ ټینګار وکړ: "له دې وژونکي رژیم سره هر ډول اقتصادي تعامل به هغه کسان د امریکا د ځواک له بشپړ ځواب سره مخ کړي چې د دې تعامل مسؤل ګڼل کیږي."

"اوس د نړۍ د مشرانو لپاره وخت دی چې د سوکالۍ او انزوا، د سولې او ترهګرۍ او د امریکا او ایران ترمنځ پرېکړه وکړي."

XS
SM
MD
LG