ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جاپان صدراعظمې سنایه تکایچي یو لړ نوي ابتکارات اعلان کړل چې د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ ایتلاف قوي شي، اقتصادي امنیت پیاوړی شی او د ازاد او خلاص هندو-پاسفیک د پرمختګ مخنیونکي اقدامات غښتلي شي.
د متحدو ایالتونو او جاپان د ۲۰۲۵ ستراتېژيک تجارت او پانګوونې د تړون په اساس، جاپان په متحدو ایالتونو کې په دریو برخو کې د پانګوونې موافقه کړې ده. لومړۍ برخه یې د ۳۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۶ د فبرورۍ په میاشت کې اعلان شوه. اوس متحدو ایالتونو د جاپان د دویمې برخې پانګوونې هرکلی کړی، چې د GE Vernova Hitachi شرکت له لوري په ټینیسي او الاباما کې د ۴۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د کوچني ماډلر رېکتر برېښنا د فابریکي جوړول او د پنسلوانیا او ټکساس په ایالتونو کې د ۳۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د طبعي ګازو د تولید د تاسیساتو جوړل شامل دي.
متحده ایالتونه به د موقتي تجارتي ګرځندویانو لپاره، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې اغیزناکه پانګوونه کوي، امریکايي کاریګر روزي، او یا مهمې تجربې او تخنیکونه انتقالوي، د ویزې ورکولو بهیر ته لومړیتوب ورکړي.
دواړو مشرانو د اقتصادي او جیوپولټیکو سیالانو له لوري د متوجه ګواښ په اړه، چې د اکمالاتو ستراتېژیکه کړۍ محدودوي او حیاتي منرالونه په کې شامل دي، بحث وکړ، او د مهمو تاسیساتو او صنعتونو د پراختیا لپاره یې د باوري اکمالاتي کړۍ د پراختیا لپاره په نویو ابتکاراتو بیا ټېنګار وکړ.
ولسمشر ټرمپ او صدراعظمې تاکایچي د هندو-پاسفیک د انرژۍ امنیت وزارتي تجارتي فورم د نتایجو هرکلی وکړ، دغه فورم د هندو-پاسفیک ۱۷ وزیران او سوداګریز مشران راغونډ کړي وو چې په متحدو ایالتونو او سیمې کې یې د څه باندې ۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت په پروژو او پانګوونو رڼا واچوله.
د همکارۍ د نوي تفاهم په اساس، متحده ایالتونه او جاپان به د سمندر په ژورو کې د حیاتي سرچېنو په اړه پلټنې چټکوي، چې د مینامیتورشیما ټاپو ته نږدې، کمساري معدني عناصر هم په کې شامل دي، او ممکن د پېړیو راهېسې صنعتي تقاضا ته ځواب ووايي.
د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزارت او د جاپان د پوهنې، کلتور، ورزش، ساینس او تکنالوژۍ وزارت د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې، چې علمي انکشاف او ابتکارات ممکنوي او همدغه راز د عالي محاسباتو او کوانتومي تکنالوژۍ په برخو کې د ښه نیت بیان لاسلیک کړی.
متحدو ایالتونو د مخنیوي او دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا په اړه، د جاپان د دې ژمنې هرکلی وکړ چې خپلې دفاعي وړتیاوې په چټکۍ سره قوي کوي، دفاعي بودیجه زیاتوي او په جاپان او سیمې کې د متحدو ایالتونو له ځواکونو سره خپل مشارکت روان ساتي.
متحدو ایالتونو او جاپان د یو قوي دفاعي وضعیت د رامنځ ته کولو لپاره، جاپان ته د پرمختللیو وړتیاو د استولو په ژمنې ټېنګار وکړ. په دې کې د چاپان اصلي قلمرو ته په ۲۰۲۵ کال کې د متحدو ایالتونو د ټایفن میزایلو د سیستم د استولو زیاتول شامل دي. او د د فاعي میزایلو د همکارۍ د حمایت لپار، دواړې خواوې به په جاپان کې د Standard Missile 3 Block IIA تولید زیاتوي.
دواړو مشرانو د سیمې د امنیت او د نړۍ د ثبات د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د تایوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات په اړه ژمنه وکړه او د مذاکراتو له لارې یې د دغه تنګي د مسائیلو د سوله ایز حل حمایت وکړ. دوی د زور او فشار له لارې د روان وضعیت د بدلولو لپاره د هرې یوې اړخیزې هڅې سره مخالفت څرګند کړ.
متحدو ایالتونو او جاپان یو ځل بیا په بشپړ ډول د شمالي کوریا د بې اتومي کولو او د جاپان او متحدو ایالتونو-[د کوریا جمهوریت] د ملګرتیا د قوي کولو په اړه په خپلې ژمنې ټېنګار وکړ. متحده ایالتونه د اختطاف مسئلې ته د عاجل حل د موندلو په اړه د جاپان د هوډ ملا تړي.
متحده ایالتونه او جاپان به د امریکا او جاپان د خلکو د سوکالۍ، ژوند او ملکیت د ساتلو لپاره به ملي امنیت او اقتصادي ګټو ته وده ورکوي.