Accessibility links

Breaking News

د متحدو ایالتونو او بریتانیا مشارکت نور هم قوي کېږي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د برتانیې صدراعظم کيير ستارمر
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د برتانیې صدراعظم کيير ستارمر

بریتانیا ته د خپل سفر په مهال ولسمشر ټرمپ د خپل دغه نژدې متحد هیواد سره په دوامدارو او ځانګړو اړیکو باندې ټېنګار وکړ- داسې یو مشارکت چې له ګډ تاریخ، ګډو ګټو او د نیکمرغه راتلونکې په اړه ژمنیتا څخه یې سرچېنه اخیستې.

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه: «له تېرو نسلونو څخه راپدیخوا، بریتانوي او امریکایي جنګیالیو د ازادۍ او استقلال لپاره اوږه په اوږه وینه تويه کړې ده.» «له همدې کبله دا لازمي ده، چې متحده ایالتونه او بریتانیا د انګلیسي ژبې د غږېدونکې نړۍ د دغو اساسي حقوقو او ارزښتونو لپاره اوږه په اوږه ودرېږي.»

په دغه سفر کې ولسمشر ټرمپ او صدراعظم کییر سټارمر د تکنالوژۍ د پرمختګ تړون لاسلیک کړ.

د ساینس او تکنالوژۍ دا تړون به د متحدو ایالتونو او بریتانیا ځانګړې اړیکې په تکنالوژۍ یوې نوې عالي مرحلې ته ورسوي.

دا تړون امریکا او بریتانیا متعهد کوي چې د راتلونکې پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې ګډ کار وکړي: مصنوعي ځېرکتیا، کوانټیمي محاسبات او اتومي انرژي.

دا تړون د منصوعي ځېرکتیا د تحقیق لپاره او د بیوتکنالوژې د څېړنې او دقیقې درمل په اړه چې د انرژۍ او روغتیا وزارتونو او ملي ساینس د بنسټ او برتانوي متحدان یې اساس جوړوي.

دا همدغه راز د متحدو ایالتونو د اتومي مقررراتو کمېسیون، د بریتانیا د اتومي تنظیم د مقرراتو اداره او د بریتانیا د چاپېریال ساتنې اژانس د چارو د ساده کولو لپاره د مجوز د صدور د بهیر چټک کولو بهیر، په دوو کلونو کې د راکتور طرحه او ارزونه او په یو کال کې د سایټ مجوز همغږي کوي.

د اکمال د کړیو د خوندیتوب لپاره به بریتانیا تر ۲۰۲۸ کال پورې د روسیې د اتومي تیلو په برخه کې د بشپړ استقلالیت لپاره د متحدو ایالتونو له تعهد سره ځان برابر کړي.

په متحدو ایالتونو او بریتانیا کې د نویو تجارتي ۳۵۰ میلیارد ډالرو عوایدو په مجموعې سره به دا تړون د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې، علمي تحقیقاتو او انرژۍ د امنیت حمایت کوي.

د بریتانیا حکومت ژمن دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د متحدو ایالتونو د تکنالوژۍ او دفاعي کمپنیو څخه د ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت سودا وکړي، چې په دې کې له مایکروسافټ او پالنټیر سره قراردادونه هم شامل دي.

د برتیا د GSK شرکت اعلان کړ چې په امریکا کې به د مصنوعي ځېرکتیا په تحقیق، پراختیا او تاسیساتو کې ۳۰ میلیارد ډالر پانګونه کوي او د BP شرکت پلان لري، چې د امریکا په خلیج کې په تمرکز سره د انرژې په تولید کې پنځه میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

دا تړون به زرګونه نوې دندې پیدا کړي، انرژي [قیمت] به نور هم مناسب کړي او متحده ایالتونه او بریتانیا به په ساینس او تکنالوژۍ کې لومړي کړي.

د ولسمشر ټرمپ تر سفر مخکې، بریتانیا د ګوګل کلوډ لپاره یې د ۵۴۰ میلیارد ډالرو قرارداد اعلان کړ، چې د بریتانیا د دفاع وزارت سره همکاري وکړي او نوي ابتګارات جذب کړي.

په دې سربېره د امریکا د دفاع د نوښتونو څانګې او د بریتانیا د دفاع د نوښتونو سازمان یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، چې هدف یې په دفاعي چارو د نوي نسل ستراتیژیک مشارکت غوړول دي، چې له تجارتي سکتور څخه د نوي او تحول راوړونکي حیاتي تکنالوژۍ د نمونه سازۍ له لارې اغیر او موثریتونه رامنځته شي.

د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې د متحدو ایالتونو او بریتانیا مشارکت نور هم قوي کېږي، ولسمشروویل: «موږ د تل لپاره یو ځای یو.» «او موږ د تل لپاره ملګري یو.»

XS
SM
MD
LG