د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میلر وویل: "د ایران حکومت په پرله پسې ډول په ایران کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو، تهدیدونو، توقیفولو، جبري اعتراف اخیستلو او د تاوتریخوالي د کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې ده."
لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې وویل، "دا د ایران لپاره ښه کال نه و." د هغه اصلي استازي (پراکسي) حزب الله او حماس کوبل شوي دي. په سوریه کې یې تر ټولو نږدې متحد د بشارالاسد رژیم سقوط کړی دی. د ایران توغندي بې اغیزې ثابت شوي دي. د هغه اکثره هوایی دفاع ویجاړه شوې.
که څه هم چې کمزوری شوی، د ایران رژیم د ایراني خلکو په وړاندې، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په وړاندې چې د مخالفت غږ یې پورته کړی او یا یې کره خبرونه او معلومات وړاندې کړي، قوي او ځپونکو اقداماتو ته دوام ورکوي.
دا ډول یوه بېلګه د ډسمبر په میاشت کې رامنځ ته شوه کله چې خبریال رضا ولیزاده، چې د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت لري، د "دښمن حکومت سره د همکارۍ" په تور په لس کاله بند محکوم شو. ولیزاده د متحده ایالاتو لخوا تمویل شوي راډیو فردا، د آزادې اروپا/آزادۍ راډیو، او د امریکاغږ لپاره کار کاوه. هغه په ۲۰۲۲ کې د هغه ځایه ووت او د فارسي ژبې مختلفو رسنیو ته یې کار وکړ. رضا ولیزاده د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته ستون شو او د سپټمبر په وروستیو کې ونیول شو. د نومبر په میاشت کې د هغه د دوو محاکمو په غونډو کې، د څارنوالۍ هیڅ استازي شتون نه درلود؛ پرځای یې، قاضي دا رول هم په غاړه واخیست.
ولیزاده ته د لس کاله بند سزا سربیره دوه کاله د سفر په بندیز او نورو جریمو هم محکوم شو. هغه دا مهال د ایوین زندان کې دی او د راپورونو له مخې د لیدنې حق یې سلب شوی دی. په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د ولیزاده سزا په کلکه وغندله، او د هغه "د سمدستي خوشې کولو او په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کولو" غوښتنه یې وکړه.
هغه وويل: د ایران حکومت په پرله پسې ډول په ایران کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو، تهدیدونو، توقیفونو، جبري اعترافونو او د تاوتریخوالي د کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې ده."
د ۲۰۲۴ کال د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص، چې د بې سرحده خبریالانو لخوا خپور شوی، د ارزول شویو ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې ایران ۱۷۶ ځای لري. ارزونه ښیي چې ایران د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې په نړۍ کې د یو تر ټولو ځپونکي هیواد په توګه خپل شهرت ته دوام ورکوي.
میلر د شب یلدا د لرغوني جشن په اړه کله چې ایرانیان د کال تر ټولو اوږده شپه نمانځي، په خپله وروستۍ وینا کې وویل: "د شب یلدا په دې ورځ، موږ د ایرانیانو سره په خپل ملاتړ یو ځل بیا ټینګار کوو. د جبر په مقابل کې د دوی زړورتیا او د آزادۍ لپاره د دوی نه هیریدونکي هڅې نړۍ ته الهام ورکوي. موږ د دوی په مبارزه کې د دوی تر څنګ ولاړ یو، په دې پوهیږو چې د روښانه راتلونکي سهار به راشي."