Accessibility links

Breaking News

روسیه ولې د تور سمندرګي له تړون ووتله؟


د اوکراین غلې دانې
د اوکراین غلې دانې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د بندیزونو د دفتر مشر جیمز اوبراین وایي، د تور سمندرګي د غلو له نوښت څخه د وتلو وروسته، روسیې وویل چې دوی به "هره هغه کښتۍ چې اوکراین ته داخلیږي او ترې وځي، د پوځي اقدام وړ وګڼي، او همدارنګه یې د خوراکي توکو د ذخیره کولو په تاسیساتو بمباري پیل کړه."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای په ۱۷، د تور سمندرګي د غلو له نوښت څخه ووت، هغه تړون چې اوکراین ته اجازه ورکوي چې خپل کرنیز محصولات د تور سمندرګي د بندرونو له لارې بې له کوم خنډه صادر کړي. د تړون د یوې برخې په توګه، د ملګرو ملتونو چارواکو موافقه وکړه چې روسیې سره د هغه هیواد د خوراکي موادو او سرې په صادراتو کې مرسته وکړي. پوتین د خپلې پریکړې د توجیه کولو لپاره ادعا وکړه چې لویدیځ له دې ژمنې څخه سرغړونه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بندیزونو د دفتر مشر جیمز اوبراین وویل، خو د روسیې په استدلال کې ستونزه شته: "روسیه د ریکارډ په کچه غله صادروي. تیر کال، د روسیې د غلو دانو اتحادیې وویل چې صادرات یې ۶۱.۸ میلیون ټنه غلو ته رسیدلي چې زما په اند د تیر او بل هر کال په پرتله له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنې پورې زیاتوالی ښيي. نو که دا اندازه کول د نړۍ لپاره خواړه وي، نو بیا هغه پروسه چې موږ د ملګرو ملتونو او ترکیې سره د روسیې په صادراتو کې د مرستې لپاره ترسره کوو کار کوي، او د روسیې شکایتونه د هغه سیسټم په اړه چې خورا ښه کار کوي، ډیر کوچني دي."

اوبراین وویل سربیره پردې، "روسیه د بندیزونو په اړه څرګندونې کوي،" او زیاته یې کړه، "زه باید ټینګار وکړم چې متحده ایالات د روسیې په خواړو او سرې باندې هیڅ بندیز ندی لګولی."
نو، واقعیا څه روان دي؟ ښاغلي اوبراین وړاندیز وکړ چې، "هدف دا دی چې د خوراکي توکو او سرې اندازه کمه کړي ترڅو نرخونه لوړ شي او روسیه خپلو ځینو غوښتنو ته پاملرنه واړوي."

شاوخوا لس سلنه مختلف ډوله غلې له اوکراین څخه نړیوال بازار ته داخلې شوي. دا هیواد همداشان د هغو غلو دانو نیمایي برخه صادروي چې نړیوال خوراکي پروګرام یې د نړۍ ترټولو بې وزله هیوادونو ته چمتو کوي. وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، د دغو صادراتو مخه ونیول شوه، او بیې لوړې شوې. خو د تور سمندرګي د غلو د نوښت په لاسلیک کولو سره، نرخونه یو ځل بیا راټیټ شول. ښاغلي اوبراین وویل: "نو دا هغه حالت و چې روسیې پریکړه وکړه چې دوه شیان وکړي."

"د تور سمندرکي د غلو نوښت یې پای ته ورساوه، د اوکراین له بندرونو څخه د بار وړونکو کښتیو په وتلو یې بندیز اعلان کړ او وویل چې چې دوی به هره هغه کښتۍ چې اوکراین ته داخلیږي او ترې وځي، د پوځي اقدام وړ وګڼي، او همدارنګه یې د خوراکي توکو د ذخیره کولو په تاسیساتو بمباري پیل کړه."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بندیزونو د دفتر مشر جیمز اوبراین وویل: "نو دا هغه څه دي چې روسیه یې کوي، او پایله یې نه یوازې د خوراکي توکو کمښت دی، بلکې بیې د پام وړ لوړې شوې دي." هغه وویل، "زه خوشبین یم چې د اوکراین غله به نړیوالو بازارونو ته ورسیږي. دا به یو څه وخت ونیسي. پدې به ځینې لګښتونه هم راشي، خو موږ نشو کولی روسیې ته اجازه ورکړو چې په تور سمندرګي باندې غلبه وکړي."

XS
SM
MD
LG