Accessibility links

Breaking News

یو فرصت چې طالبان په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه تر فشار لاندې ونیول شي


 د طالبانو سرتیري په کابل کې
د طالبانو سرتیري په کابل کې

په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د امریکا بدیل ځانګړی استازی رابرټ ووډ وایي: "که چیرې دا ډول محدودیتونو ته دوام ورکړل شي، پراخې او زیانمنې اغیزې به یې د راتلونکو کلونو لپاره په ټول هیواد کې افغانان اغېزمن کړي."

د ملګرو ملتونو د یو شمیر راپورونو له مخې په افغانستان کې بشري وضعیت ډیر خراب دی. د هیواد څه دپاسه ۵۰ سلنه نفوس - شاوخوا ۲۳.۷ میلیون خلک - بشري مرستو ته اړتیا لري. نږدې درې میلیونه ماشومان د لوږې له شدیدې کچې سره مخ دي. او په اپریل او می میاشتو کې، شاوخوا ۱۲۰ زره خلک د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله اغیزمن شوي چې ټول کلي یې ویجاړ کړي او څه دپاسه ۳۴۰ کسان یې وژلي دي.

ښايي همدا لامل وي چې طالبانو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا په رابلل شوې درېیمه غونډه کې چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په دوحه کې جوړېږي، د ګډون بلنه منلې ده.

په دوحه کې به د افغانستان ډیر کړکیچونه او دا چې د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په خاطر هغه څنګه یو له بل سره تړلي او لاپسې شدید شوي دي تر بحث لاندې ونیول شي. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، افغان ښځې [د طالبانو] د فرمانونو، پالیسیو او سیستماتیک چلند سره مخ دي چې په کې "جنسیتي تبعیض او د ښځو په وړاندې ډله ایز ظلم" شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د امریکا بدیل ځانګړي استازي رابرټ ووډ وویل: "د ملګرو ملتونو جلا او خپلواکې ادارې اوس د طالبانو سیستماتیکې بشري سرغړونې په ډاګه کوي."

هغه وویل: "دا راپورونه په تفصیل په زغرده بیانوي، چې طالبان بنسټیزې هڅې کوي چې د ټولنې څخه ښځې حذف کړي؛ جنسي ځورونه پراخوي؛ د معلولو کسانو سره ناوړه چلند کیږي؛ او د توکمیزو، مذهبي او ژبني اقلیتونو د غړو او همدارنګه د LGBTQI+ اشخاصو په وړاندې د بشري حقونو څځه سرغړونې کیږي."

سفیر ووډ وویل: "نړیواله ټولنه باید په پرله پسې ډول د افغانانو تر څنګ ودریږي؛ په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د محرومو ټولنو له غړو سره." هغه زیاته کړه، "موږ باید د دغو ظالمانه اقداماتو پر شاتګ ټینګار وکړو. د سرغړونو په اړه د عدالت او حساب ورکولو لپاره فشار راوړو؛ او دا روښانه کړو چې بشري حقونه نه پټیدای شي او نه هم ترې محرومیدای شي."

په افغانستان کې نجونې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي. رابرټ ووډ وایي: "هغه ضرر چې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونه په وجه رامنځته شوی د بیانولو ندی."

"اوس له ۱۰۰۰ څخه زیاتې ورځې تیرې شوې دي چې طالبانو له منځنیو ښوونځیو څخه نجونې منع کړې. که دا ډول محدودیتونو ته دوام ورکړل شي، پراخې او ناوړه اغیزې به یې په راتلونکو څو کلونو کې په ټول هیواد کې پر افغانانو ناوړه اغیز وکړي."

سفیر ووډ وویل: "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې په دوحه کې د ښځو او مدني ټولنې ګډونوال غږ پورته شي." هغه وویل، "د افغانستان د راتلونکي په اړه په ټولو بحثونو کې باید د هغوی اندېښنې په ډاګه شي."

XS
SM
MD
LG