Accessibility links

Breaking News

اوکراین کې د روسیې د یرغل پر وړاندې مبارزه


د امریکا د دفاع وزیر د جرمني په رامشتاین هوایي اډه کې د اوکراین امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال
د امریکا د دفاع وزیر د جرمني په رامشتاین هوایي اډه کې د اوکراین امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال

د هیوادونو د یو بې ساري ایتلاف استازو په دې وروستیو کې په بروکسل کې سره وکتل، چې په اوکراین کې د روسیې د حکومت د جګړې پر وړاندې د خپلې مبارزې په دوامداره هڅو بحث وکړي.


د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن وویل، "د لومړي ځل لپاره، د متحده ایالاتو، د هند - آرام سمندر د متحدینو د بهرنیو چارو وزیرانو - آسټرالیا، جاپان، نیوزیلینډ، د کوریا جمهوریت – د یوې ډلې په توګه د ناټو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ. د ګرجستان، فنلنډ، سویډن او اوکراین وزیرانو هم برخه اخیستې وه او همداشان د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او د امنیت د پالیسۍ استازو هم ګډون کړی و. "


"د دې ټولو متحدینو او شریکانو ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هغو هیوادونو د پام وړ پراخ ایتلاف په ګوته کوي چې د اوکراین سره د ملاتړ او د روسیې د حکومت د تیري په وړاندې متحد دي - هغه هیوادونه چې تائیدوي مسکو نه یوازې په یو هیواد، بلکې د ټولو نړیوالو قوانینو په بنسټ او نظم باندې برید کوي".


ښاغلي بلینکن وویل: "د بوچا او د اوکراین له نورو برخو څخه راغليو دردونکيو عکسونو او حسابونو یوازې او یوازې زموږ ډله ییز هوډ او یووالی پیاوړی کړی دی."


"د هر بوچا لپاره، ډیر نور ښارونه شته چې روسیې اشغال کړي او لا هم نور ښارونه اشغالوي، هغه ځایونه چې موږ باید دا وګڼو چې روسي پوځیان همدا اوس هلته نور ظلمونه کوي."

متحدین او شریکان یو شمیر ګامونه پورته کوي، "چې د دغه تیري مخه ونیسي، چې د اوکراین سره ودریږي، او مسؤلو کسانو سره حساب وکړي."

لومړی، مونږ د روسیې پر مالي موسسو او د ولادیمیر پوتین د لویانو ماشومانو په ګډون پر ځینو اشخاصو بندیزونه زیاتوو.

دوهم، مونږ د امنیت او وسلو لپاره د نورو ۸۰۰ میلیون ډالرو په ورکولو سره د اوکراین سره مرسته کوو چې د ځان دفاع وکړی. مونږ د اوکراین خلکو او د جګړې څخه تښتیدلو خلکو ته د بشردوستانه مرستو چمتو کولو ته هم دوام ورکوو.

مونږ د خپلو اوکرایني ملګرو سره د ظلمونو د شواهدو په راټولولو، ساتلو او تحلیل کې کار کوو او دا معلومات مناسبو تحقیقاتي ارګانونو ته د لاسرسي وړ کوو.

مونږ د خپلو ناټو متحدینو د ټولنیز امنیت د ټینګولو لپاره د نویو لارو په لټه کې یو، او د هغو شریکانو ملاتړ زیاتوو چې د بوسنیا او هرزیګوینا په څیر د روسیې ناوړه نفوذ او د ګرجستان په څیر د روسیې د تیري سره مخ دي.

بالاخره، مونږ د ناټو یو نوی ستراتیژیک مفهوم برابروو چې په مناسبه توګه د ټرانس اټلانټیک امنیت انځور کړي چې په ګړندۍ توګه د بدلیدونکی لرلید سره ځان عیار کړي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "د هغه څه په وړاندې سخته کرکه چې د روسیې حکومت کوي، احساسیږي." هغه زیاته کړه، "د اوکراین سره د ودریدو لپاره د پخوا په پرتله خورا لوی هوډ موحود دی، چې هغه نړیوال نظم بیرته راژوندي شي چې مسکو یې د له منځه وړلو هڅه کوي، د روسیې حکومت باید د لا ډیرو لګښتونو سره مخامخ کړای شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د خلکو سره د هغوی د جرمونو په خاطر حساب کیږي.»

XS
SM
MD
LG