Accessibility links

Breaking News

په دوحه کې ناهیلي  


د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ په دوحه کې وروستۍ غونډه چې د اروپايي ټولنې په همغږي د ایران د اټومي موافقې د بشپړ تطبیق لپاره د یوې هوکړې د نهايي کولو په مقصد جوړه شوې وه، په مایوسۍ سره پای ته ورسیده.

د امریکا د ملي رادیو NPR سره په مرکه کې، د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي رابرټ میلي چې د متحده ایالاتو د پلاوي مشر دی، وویل، "هغه اړخ چې هو یې ونه ویله، ایران دی."


د ۲۰۱۵ کال د عمل د ګډ جامع پلان، یا JCPOA له مخې ایران موافقه کړې وه چې د اټومي مسایلو پورې اړوند د ټولو بندیزونو د لرې کوبو په بدل کې خپل اټومي فعالیتونه محدود کوي (د یورانیمو غني کولو په ګډون چې د اټومي وسلو د پراختیا لپاره اړین دي). خو په ۲۰۱۸ کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تړون څخه ووت. JCPOA ته د دواړو اړخونو د بیرته راستنیدو لپاره د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې څه باندې یو کال دمخه پیل شوې. د ۲۰۲۲ په مارچ کې داسې معلومیده چې توافق نږدې شوی دی خو داسې ونشول او خبري د میاشتو لپاره وځنډیدې.

ځانګړي استازي رابرټ میلي وویل، "[ایرانیان] د دوحې په ګډون، ډیرې غوښتنې اضافه کړې، چې زه فکر کوم هر هغه څوک چې دې ته ګوري د اټومي تړون سره هیڅ تړاو نلري، هغه شیان چې دوی پخوا غوښتل." هغه زیاته کړه، "هغه خبرې چې واقعاً اوس باید ترسره شي هغه دومره زموږ او ایران تر منځ نه دي، که څه هم موږ دې ته چمتو یو؛ دا پخپله د ایران ترمنځ دی، چې دوی باید دې پایلې ته ورسیږي چې ایا دوی چمتو دي چې بیرته د تړون سره موافقت وکړي، دا چې موږ د ورته کار کولو ته چمتو یو، او موږ ویلي چې موږ یو."

ځانګړي استازي مېلي یادونه وکړه چې ایران اوس د اټومي بم جوړولو لپاره کافي اړینو موادو ته نږدې شوی دی. خو هغه بیا هم وویل، “زموږ معلومات دادی چې دوی د وسلو جوړولو پروګرام بیا نه دی پیل کړی، کوم چې دوی ورته د بم جوړولو لپاره اړتیا لري. خو البته موږ د تیارسي په حال کې یو، لکه څنګه چې زموږ شریکان دي، د هغه پرمختګ په وړاندې چې دوی یې د [یورانیمو] غني کولو په برخه کې ترلاسه کړی دی.


ځانګړي استازي په ډاګه کړه چې، "لا هم وخت دی چې دا حل شي،" هغه زیاته کړه، "لا هم وخت دی هغه معاملې ته بیرته راشئ چې کار یې کاوه. موږ هیله لرو چې ایران دا لاره غوره کړي. دا هغه لاره ده چې موږ ورته ژمن یو."

XS
SM
MD
LG