په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وایي: "موږ دا منو چې بشردوستانه، بسپنه ورکوونکي، بانکونه او عرضه کوونکي چې دغو خلکو ته خدمت کوي - هغه څوک دي چې د خوړو، مرستو او درملو د رسولو په چارو کې خپل ژوند [له ګواښ] سره مخامخ کوي هغوی په لوړه کچه د قانوني وضاحت، وړاندوینې او محافظت مستحق دي."
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نیټې نه وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمیر پریکړه لیکونه تصویب کړل چې هدف یې د ترهګرو ډلو د شتمنیو د کنګل کولو په ګډون په بیلابیلو لارو د هغوی د پیسو د راټولولو او انتقالولو وړتیا له منځه وړل دي. له هغه راوروسته دوو لسیزو کې، د ترهګرو د مخنیوي لپاره لږ تر لږه ۱۴ ډول ډول بندیزونه لګول شوي دي.
خو د بشري مرستو د هڅو په وړاندې د خنډیدو په ګډون غیر ارادي پایلې یې درلودې. له همدې امله، دوه کاله وړاندې، د امنیت شورا یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ټولو لارو چارو کې د بشردوستانه هڅو لپاره یوه تګلاره رامینځته کوي، په دې معنی چې مرستو رسونکو او بشردوستانه سازمانونو ته د وړاندوینې د جمتو کولو له لارې د تروریزم ضد اقدامات او د بشردوستانه مرستو د اسانتیا ضرورت سره انډول کوي. د دسمبر په شپږمه [د امنیت] شورا په متفقه توګه رایه ورکړه چې دا کړنلاره تر نامحدود وخت پورې وغځوي.
په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وویل: "د بشردوستانه مرستو په سلګونو چمتو کوونکي - افراد او بنسټونو ته ورته ادارې - شته چې اوسمهال په ۳۰ هیوادونو کې [چې بندیزونه پرې لګیدلي] فعال دي."
"له دې هیوادونو څخه لس یې د لوی بشري عملیاتو کوربه توب کوي - هغه عملیات چې په استثنایی ډول له ننګونو ډکو شرایطو کې لکه په نایجیریا، افغانستان، سوریه او ساحل کې ترسره کیږي."
سفیر ووډ وویل: "د نږدې ۱۰۰ میلیون خلکو لپاره ... بشردوستانه مرستې د ژوندي پاته کیدو او یا مرګ په معنی دي."
موږ دا منو چې بشردوستانه، بسپنه ورکوونکي، بانکونه او عرضه کوونکي چې دغو خلکو ته خدمت کوي - هغه څوک دي چې د خوړو، مرستو او درملو د رسولو په چارو کې خپل ژوند [له ګواښ] سره مخامخ کوي هغوی په لوړه کچه د قانوني وضاحت، وړاندوینې او محافظت مستحق دي. او دا ډاډ ترلاسه کولو ته اړتیا لري چې بندیزونه د مشروع، بې طرفه بشردوستانه مرستو چمتو کوونکو کار خنډ نه کړي."
سفیر ووډ وویل "دا پریکړه لیک د دې ځانګړي خنډ په لرې کولو کې مرسته کوي. او دا [کړنلاره] پرته له دې چې پر بندیزونو لاندې لوبغاړو باندې بار کم کړای شي، عمل کوي."
سفیر ووډ زیاته کړه، "د ۲۶۶۴ پریکړه لیک له تصویب راهیسې، هغه بشردوستانه مرسته رسونکي چې تر پوښښ لاندې دي خپل مکلفیتونه په جدي توګه ترسره کوي. دوی په دقت سره کار کړی ترڅو د مرستو د انعطاف مخه ونیسي او د بندیزونو سره مخ لوبغاړو ته د تصادفي ګټې ترلاسه کولو امکانات راکم کړي."
"او هغوی پراخ مقررات وضع کړي چې د خطر کمولو د پروسې د پلي کولو له لارې ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې اړو خلکو ته رسیږي."
سفیر ووډ وویل: "د نړۍ د مخکښ بشردوستانه بسپنه ورکوونکي په توګه، متحده ایالات زموږ مسؤلیت پیژني چې د نړۍ ترټولو زیان منونکو ته د رسیدو لپاره زموږ په ځواک کې هرڅه ترسره کړو." هغه زیاته کړه، "د سویټزرلینډ په ملاتړ سره، متحده ایالات ویاړي چې د دې کړنلارې تطبیق په نانحدود ډول وغځوي."