د متحدو ایالتونو په کوربتوب مراسمو کې، د ملګرو ملتونو ۴۰ غړو هېوادونو د ایران د وژونکیو بي پیلوټه الوتکو پاتې شونې او اجزاوې ولیدلې چې له اوکراین او نورو سیمو څخه ترلاسه شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل: «دا رښتیني دي.دا جنګي وسلې دي چې ایران د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک په خلاف ناوړه لوبغاړو ته استولي چې د ولسي خلکو او حیاتي تاسیساتو د تخریب لپاره کارول کېږي.»
د امریکا استازې د بېلګې په توګه د اکتوبر په شپږمه نېټه په اودیسه کې د بې پیلوټه الوتکې خونړي برید ته ګوته ونیوله چې یو ولسي وګړی په کې ووژل شو او د کرنې حیاتي او بندري تاسیسات یې وران کړل. هغې وویل: «روسیې ۳۳ هوايي وسلې توغولي دي، چې ۲۵ یې په ایران کې جوړې شوې د شهید بي پیلوټه الوتکې دي. د ایران د بي پیلوټه الوتکو تخریب کې اغراق نشي کېدای. دا تخریب پام وړ اغیزې لري چې په غیر متناسب ډول «جنوبي نړۍ» اغیزمنوي. د ایران له لوري د دغو الوتکو کثرت په نړیوال مارکیټ او د غذا په انتقال باندې اغیزې کوي.»
سفیرې توماس ګرینفیلډ زیاته کړه چې د ایراني رژیم له لوري د بې پیلوټه الوتکو کثرت په اوکراین پورې محدود نه دی. ایران په منځني ختیځ کې غیر دولتي عناصرو ته بریدګر ډرون استوي چې په سیمه کې بي ثباتي ایجادوي. د دغو الوتکو له کبله رامنځ ته شوې کډوډي اوس له منځني ختیځ څخه د باندې هم خپره شوې ده. هغې وویل: «ایراني مقاماتو د دغو الوتکو د خرڅلاو د زیاتېدو په هکله خپل توقعات پټ نه دي ساتلي. دوی اوس د روسیې په لاسونو کې دي او په اروپا کې د ولسي خلکو په ضد کارول کېږي او ژر به نورو سیمو ته خپرې شي.»
سفیرې ګرینفیلډ د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو فشار راوړ چې ګډ کار او د دغه وژونکي کثرت د اغیزو له کبله له ایران سره محاسبه وکړي. «موږ ستاسو غږونو ته اړتیا لرو. د ایران د دغو بې پیلوته الوتکو انتقال د نړۍ سوله او امنیت ته لوی ګواښ دی. دا به موږ ټولو ته رسېږي او ګډ کار وشي چې مطمین شوو نړیواله ټولنه سم کار کوي او له ایران سره حساب او کتاب روان ساتي.»