Accessibility links

Breaking News

مادورو او فلوریس په امریکا کې د جنايي تورونو سره مخ دي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والټز
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والټز

د متحده ایالتونو د قانون د پلي کولو یو دقیق او هدفمند عملیات ترسره کړل، چې د امریکا د پوځ په مرسته اسانه شول، او د امریکايي عدالت څخه دوه تورن تښتېدلي کسان، د مخدره توکو-ترهګر نیکولاس مادورو او سیلیا فلورېس، پکې په نښه شول.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر مایک والټز وویل: «نیکولاس مادورو د متحده ایالاتو د خلکو پر وړاندې د بریدونو مسوول دی، د لوېدیځې نیمه‌کرې د بې‌ثباته کولو سبب شوی، او په ناقانونه توګه یې د وېنزویلا خلک ځپلي دي.»

سفیر والټز ټینګار وکړ چې امریکا د وېنزویلا یا د خلکو پر ضد یې جګړه نه کوي.

«موږ کوم هېواد نه اشغالوو. دا د قانون د پلي کولو عملیات وو، د هغو قانوني تورونو د تعقیب لپاره چې له لسیزو راهیسې موجود وو. متحده ایالتونو د مخدره توکو یو قاچاقبر ونیوه چې اوس به د هغو جرمونو لپاره چې هغه د ۱۵ کلونو راهیسې زموږ د خلکو پر وړاندې تر سره کړي، د قانون د حاکمیت له مخې په متحده ایالاتو کې محاکمه شي.»

ورته اقدام په ۱۹۸۹ کال کې د پاناما د ولسمشر مانوېل نوریېګا پر ضد هم شوی و. هغه ونیول شو، تور پرې ولګېد، په محکمه کې محکوم شو، او په متحده ایالاتو او پاناما کې یې بند تېر کړ. له همدې امله د پاناما خلک او د امریکا خلک خوندي شول، او بې له شکه سیمه هم لا باثباته شوه.

نیکولاس مادورو او د هغه شریکه تورنه سیلیا فلورېس د نیویارک د جنوبي ناحیې د فدرالي محکمې د قضاییه هیات له خوا تورن شوي او د پراخې توطیې له کبله له جنايي تورونو سره مخ دي؛ چې پکې د مخدره توکو ترهګري، د کوکاین او نورو نشه‌يي توکو او د نړیوالو وسلو قاچاق شامل دي.

سفیر والټز وویل: «مادورو یوازې د مخدره توکو یو تورن شوی قاچاقبر نه دی. هغه یو نامشروع، تش په نوم ولسمشر و.»

په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د پلاوي رپوټ وموندله چې د هماغه کال ټاکنې په بشپړه توګه ملنډې وې. په رښتیا، له ۵۰ څخه زیاتو هېوادونو د ۲۰۲۴ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته د مادورو د بیا ټاکنې مشروعیت رد کړ او هغه د وېنزویلا د قانوني منتخب ولسمشر په توګه نه پېژني.

مادورو او د هغه نږدې کسان په نړۍ کې د تاوتریخوالو نه د ډکو ډلو او د مخدره توکو د قاچاقبرو او د مخدره توکو سره تړلو ترهګرو سره یې ملګرتیا کړې، چې له امله یې متحده ایالتونو ته د ناقانونه نشه‌يي توکو سیلاب ور بهیدلی دی.

هغه د حزب‌الله په څېر نړیوالو ترهګریزو سازمانونو سره مرسته او ملاتړ یې کړی، له فاسدو ایراني چارواکو او نورو ناوړه لوبغاړو سره یې همغږي کړې، تر څو نه یوازې په سیمه، بلکې په متحده ایالتونو کې هم نفوذ ولري.

سفیر والټز وویل: «موږ به اجازه ورنه کړو چې لوېدیځه نیمه‌کره زموږ د ملت د دښمنانو، سیالانو او رقیبانو لپاره د عملیاتو يه اډې بدله شي .»

«تاسو نشئ کولی وېنزویلا د ایران، حزب‌الله، ډلو، د کیوبا د استخباراتي اجنټانو او نورو ناوړه لوبغاړو لپاره چې هغه هېواد کنټرولوي د عملیاتو مرکز وګرځوئ. تاسو نشئ کولی د نړۍ تر ټولو لویې د انرژۍ زېرمې د متحده ایالتونو د دښمنانو تر کنټرول لاندې وساتئ، د ناقانونه مشرانو تر واک لاندې، چې د وینزویلا خلکو ته ګټه ونه رسېږي بلکه د هېواد دننه د څو محدودو لوټمارو له خوا غلا شي.»

خو دا موضوع دلته نه ختمیږي. د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ګڼو نړیوالو سازمانونو زیات شمیر داسې راپورونه خپاره کړي چې د مادورو د رژیم له خوا جدي بشري سرغړونې مستندوي.

متحده ایالتونه باور لري چې د وېنزویلا د خلکو لپاره یوه غوره راتلونکی به سیمه باثباته کړي او لوېدیځه نیمه‌کره به په یو غوره او خوندي ځای بدله کړي.

متحده ایالتونه به د مخدره موادو سره د تړلې ترهګرۍ له ناورین څخه د امریکایانو د ژغورنې لپاره په خپلو اقداماتو کې شاته نه شي او د وېنزویلا د ستر ولس لپاره سوله، ازادي او عدالت غواړي.

XS
SM
MD
LG