Accessibility links

Breaking News

د چین ولسي جمهوریت کې مذهبي او نژادي ځپنه روانه ده


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وایي، لکه څنګه چې په شينجيانګ کې د نسل وژنې او د بشريت پر ضد جرمونو، په هانګ کانګ کې د بنسټيزو ازادیو له منځه وړلو او په تبت کې د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو څځه ښکاري د چين ولسي جمهوريت د بشري حقونو د درناوي او ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د خپاره شوي راپور څخه دوه کاله تیریږي چې د چین ولسي جمهوریت یې د بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو تور کړی دی چې د یغوریانو او د نورو مسلمانو ډلو د غړو ډله ییز توقیفونه "کیدای شي نړیوال جرمونه په ځانګړي توګه د بشریت ضد جرمونه" و ګڼل شي.

کله چې د جنورۍ په مياشت کې د بشري حقونو شورا د چین د ولسي جمهوریت د بشري حقونو دوره يي بيا ارزونه کوله د امريکا متحده ايالاتو په چين کې د بشري حقونو د حالاتو د ښه والي لپاره د څو مهمو تدبيرونو وړانديز وکړ. د هغوی په منځ کې د سنکیانګ، تبت او هانګ کانګ په ګډوږن په خپلسر د ټولو توقیف شویو کسانو خوشې کول، د سنکیانګ، تبت او هانګ کانګ په ګډون په بهر او دننه چين کې د خلکو په وړاندې د ځورونې، څارنې او ګواښونو پای ته رسول؛ او د افرادو د کلتور، ژبې، مذهب یا عقیدې په وړاندې د تبعیض پای ته رسول شامل دي.

د جولای په څلورمه نېټه، د بشري حقونو په شورا کې د امريکا دايمي استازې سفير ميشل ټېلر د چين په اړه د دوره يي بياکتنې د راپور د تصويب په اړه د بشري حقونو په شورا کې بحث په ترڅ کې وويل، "د چين ولسي جمهوريت د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره بشري حقونو ته له درناوي او د اساسي ازادیو ته له درناوي ډډه کړې او د [نړیوال دوریي بیاکتنې] په راپور کې ذکر شوي ګټورې سپارښتنې یې رد کړي دي."

سفیر ټیلر وویل، "متحده ایالات په تبت، داخلي مغولستان او په ټول چین کې د بشري حقونو سرغړونې؛ په شينجيانګ کې روانه نسل وژنه او د بشر ضد جرمونه؛ او په هانګ کانګ کې بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته نه درناوی غندي." هغه زیاته کړه، "د چین سرغړونې د ملګرو ملتونو د ارزونو او سپارښتنو رد کول او د نړیوالو ژمنو او قانوني مکلفیتونو څځه سرغړونې دي."

امريکا د جولای په دولسمه نېټه په يوه اعلاميه کې په چين کې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې د حساب ورکونې د پياوړتيا لپاره اضافي تدبيرونه اعلان کړل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به د چین ولسي جمهوریت په چارواکو باندې "د مذهبي او توکمیزو ټولنو په ځپنه کې د ښکیلتیا له امله" د ویزې محدودیتونه وضع کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل، "لکه څنګه چې په شينجيانګ کې د نسل وژنې او د بشريت پر ضد جرمونو، په هانګ کانګ کې د بنسټيزو ازادیو له منځه وړلو او په تبت کې د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو څځه ښکاري د چين ولسي جمهوريت د بشري حقونو د درناوي او ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی." ویاند میلر زیاته کړه، "موږ د چجین په ولسي جمهوریت غږ کوو چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې راغلي اصول مراعات کړي او د دې کال د بشري حقونو ریکارډ د نړیوالې دورې بیاکتنې په جریان کې اکثر شوي وړاندیزونه ومني، چې په کې د چین د ولسي جمهوریت د هغو اتباعو غیر مشروط خوشې کول شامل دي چې په خپلسري او غیر عادلانه ډول توقیف شوي دي."

XS
SM
MD
LG