د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پخوا راهیسې د هغو ظالمو واکمنانو لخوا دیموکراسۍ ته د ګواښونو په هکله اندیښمن دی چې ”د خپل واک پراخول غواړي او غواړۍ چې په ټولې نړۍ کې خپل اغیز او رسوخ پراخ کړي. “ د قانون حاکمیت، د بشری حقونو درناوی، نوښت او نیکمرغي په خطر کې اچول کیږي.
جمهور رئیس بایډن ددې ډول خطرونو یوه تر ټولو مشهوره او تازه نمونه په اوکراین د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د کومې پاریدنې پرته، نه توجیه کیدونکې او ظالمانه جګړه یاده کړه. د جګړې د پیل څخه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوې بلې ژر پیښدونکې مرګ ژوبلې یادونه کړې وه. بلنکین ویلي و، "د قانون پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم چې په ټولې نړۍ کې ثبات ساتي. هغه اصول چې یو هیواد د بل پولې په زور نشي بدلولی. هغه اصول چې یو هیواد نشي کولی په بل هیواد خپله خوښه او پالیسي په زور ومني.
ګڼ شمیر هیوادونو او سازمانانو په اوکراین د روسیې بې باکانه یرغل او د دې هیواد خومختارۍ له پامه غورځول وغندل. هغوي د متحده ایالاتو سره لاس یو کړ چې په روسیې سزا ورکوونکي بندیزونه او په صادراتو شدید کنټرول ولګوي.
د چین خلق جمهوریت، ونزویلا، شمالي کوریا، بیلاروس، کیوبا او ایران چې ټول یې مستبد دولتونه دي پدې کې برخه وانخیسته او د دې پر ځای یې د مسکو د برید ملاتړ وکړ. د جمهور رئیس پوتین او چین د جمهور رئیس شې ژنپنګ د ګډې اعلامیې نه څو اوونۍ وروسته چې د خپلې " نامحدودې" ملګرتیا اعلان یې وکړ، د چین خلق جمهوریت په پرله پسې توګه دا غوښتنې رد کړي چې د روسیې تیری، یرغل وبولي.
ددې پر ځای چین په متحده ایالاتو، متحدینو او شریکانو تور پورې کوي چې روسیه یې پارولې ده. د دې تر څنګ، د چین خلق جمهوریت د روسیې څخه د غنمو واردات پداسې حال کې منظور کړل چې متحده ایالاتو او متحدین یې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نډ پرایس د چین او روسیې ترمنځ پراخیدونکې اړیکې وغندلې چې هدف یې د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم کمزوري کول دي چې د تیرو څو باندې ۷۰ کالونو راپدیخوا په ټولې نړۍ کې د داسې نیکمرغۍ سبب شوی چې کچه یې ساری نلري.
ښاغلي پرایس وویل، "روسیه او د چین خلق جمهوریت هم په نړۍ کې نظم غواړي خو دا داسې نظم دی چې په ژوره توګه لیبرال ندی".
د امریکا جمهور رئیس په اوکراین د روسیې د یرغل په غندنې سره، ژمنه وکړله چې نړۍ کوم نظم چې کرملین او متحدین یې خیال لري، داسې نظم دی چې متحده ایالات او آزادي خوښوونکي هیوادونه به یې په هر ځای کې په هره وسیله چې زمونږ په واک کې وي، مخالفت وکړي. ښاغلي بایډن وویل، "د دیموکراستۍ او استبداد، خودمختارۍ او تسلط تر منځ په مقابلې کې باید اشتبا ونشِي. آزادي به ګټونکې وي. "