اسرائیل د جون په ۱۳ نیټه د ایران خلاف یو اړخیز اقدام وکړ او د ایران په اټومي تاسیساتو، د بالستیکي میزایلونو په زیربناو، هوايي دفاعي سیستمونو او لوړ پوړیو امنیتي چارواکو باندې بریدونه وکړل.
اسرائیل وايي چې د ایران د پلازمینې تهران په فضا یې برلاسی ترلاسه کړی او [د ایران] د رژیم هوايي دفاعي [سیستم] یې تقریبا په بشپړ توګه له منځه وړی دی. ایران بیا په ځواب کې د اسرائیل په بیلابیلو برخو په ملکي ساحو باندې میزایلونه توغولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د نړیوالو سازمانونو د چارو د دفتر یو لوړ پوړي چارواکي، مک کوی پيټ وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت یو داسې رژیم دی چې د خپل تاسیس راهیسې یې مکررا د اسرائیل د دولت د له منځه وړلو غږ کړی؛ په اسرائیلي ملکیانو باندې یې بدون د دې نه چې تحریک شي مستقیم او د خپلو لاسپوڅو له طریقه بریدونه کړي؛ او په ټوله سیمې کې یې ترهګري، بې ثباتې او بې ساري کړاونه خپاره کړي دي.»
هغه زیاته کړه: «ځنګه چې ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي دي چې دغه خطرناک رژیم ته باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلې ولري. اسرائیل موږ ته خبر راکړ چې دا عمل یې د خپل دفاع لپاره مهم و. هر خپلواک هیواد د دې حق لري چې د خپل ځان دفاع وکړي او اسرائیل استثنی نه دی.»
متحده ایالتونه په دغو بریدونو کې پوځي دخالت نه درلود. ښاغلي پيټ وویل: «زموږ مطلق لومړیتوب په سیمې کې د امریکايي اتباعو، پرسونل، او قواو ساتل دي،» «لکه چې [د بهرنیو چارو] وزیر [مارکو] روبیو وویل: «ایران باید چې د امریکا په منافعو او پرسونل باندې برید و نه کړي. اجازه راکړی چې ډیره روښانه خبره وکړم: هیڅ حکومتي، نیابتي او یا هم نورې ډلې باید چې د امریکا اتباع، امریکايي اډې او هم په سیمې کې نورې امریکايي زیربناو هدف ونه ګرځوي.»
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ باندی خبرداری ورکړ چې د ایران لپاره به یې عواقب ګران وي. «که ایران په موږ باندې په هرشکل چې وي برید وکړي، نو تاسو به د امریکا د ټول قوت او ځواکمنتیا سره مخامخ شی چې مخکې مو هیڅ کله نه وي لیدلی.»
ښاغلي پیټ وویل: «ولسمشر ټرمپ د امریکا د خلکو په پراخ ملاتړ انتخاب شوی: تر څو سوله وپالې او [د امریکا] د تیرو حکومتونو جدي تیروتنې، چې د بې پایه جګړو سبب شوي، تکرار نه شي.» هغه ټنیکار وکړ: «موږ هڅه کوو سوله ترلاسه کړو.»
هغه زیاته کړه چې لکه چې ولسمشر ویلي تشدد باید ختم شي او ایران باید چې یوه موافقې وکړي تر څو «د لاډیرو وژنو او لا ډیرې ویجاړۍ» مخه ونیول شي.
ښاغلي پیټ وویل: «د امریکا متحده ایالتونه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې یوه ديپلوماتیکه حل لاره پیدا شي چې دا اطمیناني شي چې ایران هیڅکله هم اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او د منځني ختیځ ثبات ته ګواښ پیښ نه کړي.»
هغه زیاته کړه: «دا به ایران د مشرتابه لپاره به عاقلانه وي چې همداوس مذاکرات وکړي.»