د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ویسټ پواینټ له پوځي اکاډمۍ څخه د فارغانو په مراسمو کې وویل: «تاسو د امریکا د طلايي دور د ویسټ پواینټ لومړني فارغان یاست... او تاسو به د [متحدو ایالتونو] پوځ عظمت هغو لوړ څوکو ته رسوي، چې تر دې مخکې هېڅکله هم رسېدلی نه دي.»
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل: « لږ تر لږه په دوو لسیزو کې زموږ د دواړو ګوندونو سیاسي مشرانو زموږ پوځ داسې ماموریتونو کې دخېل کړي وو، چې هېڅ مانا یې نه لرله.»
«هغوی زموږ جنګیالي د ملت جوړونې داسې صلیبي جګړو ته واستول، چې نه یې غوښتل زموږ سره کار ولري، داسې مشرانو یې مشري کوله چې د لېرو پرتو ټاټوبیو په اړه یې هېڅ معلومات نه لرل او زموږ له سرتېرو څخه یې هلته او په کور دننه د پوچو مفکورو په تجربه کولو کې ناوړه استفاده کوله.»
ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې دا نور ختم شول.
«موږ ګډوډي ختموو او د خپل پوځ تمرکز اصلي ماموریت ته راګرځوو، چې د امریکا دښمنان وځپي، د امریکا دښمنان ووژني او زموږ د امریکا د عظیم بیرغ څخه داسې دفاع وکړي، چې تر دې مخکې یې هېڅکله داسې دفاع نه وه شوې.»
ولسمشر ټرمپ وویل سره له دې چې عمده تمرکز به یې «زموږ په مهمو ملي ګټو باندې وي. زه تل غوره ګڼم، چې سوله وشي او ملګرتیا ولټول شي ان له هغو هېوادونو سره هم، چې شاید زموږ اختلافات ورسره ژور دي.»
ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې د سولې د ساتلو غوره لار قوي پوځي ځواک دی، له همدې کبله متحده ایالتونه به په نویو ټانګونو، الوتکو، بې پیلوته الوتکو، بېړیو او میزایلو باندې پانګونه وکړي. په دې سربېره متحده ایالتونه به د خپلې خاورې د ساتلو لپاره د طلايي ګنبد دفاعي سپر هم جوړوي.
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه به همدغه راز «هغه بنیادي اصل بیا راګرځوي، چې د پوځ مرکزي هدف مو د یرغل په وړاندې د خپل سرحدونو ساتل دي». بهرني ناقانونه افراد راټول شوي او له کوم ځای څخه، چې راغلي وو، هلته بېرته ستانه کړل شوي دي.
«هغه ورځې تېرې شوې، چې زموږ له ملت پرته به د بل هر ملت څخه دفاع لومړیتوب لره. موږ امریکا لومړۍ ګڼو. موږ باید امریکا لومړی وګڼو. موږ خپل هېواد بیا رغوو او ترې دفاع کوو او په ډېر کم وخت کې به تاسو تر بل هر وخت یو غوره ملت ووینئ.»
ولسمشر ټرمپ فارغو شویو نظامي سرتېرو ته وویل: «تاسو به عالي شېبې ولرئ، تاسو به بدې شېبې ولرئ. هېڅکله لاس په سر کېدای نه شئ. په هرې ننګونې او جګړې کې به تاسو قوي ولاړ یاست. ډېر زیار به وباسئ او ډېر غښتلي به یاست، تاسو به مبارزه کوئ، مبارزه کوئ، مبارزه کوئ او تاسو به یې ګټئ، تاسو به یې ګټئ تاسو به یې ګټئ.»