Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه نور د هغو نړیوالو سازمانونو ملاتړ نه کوي چې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۷مه د ولسمشری یو یاداښتت لاسلیک کړ چې پکې له ۶۶ نړیوالو سازمانونو څخه د امریکا د وتلو لارښوونه شوې، هغه سازمانونه چې امریکا ته نوره ګته نه رسوي.

دغه یاداښت د اجرائیوي چارو ټولو وزارتونو او ادارو ته امر کوي چې د ملګرو ملتونو نه بغیر له هغو ۳۵ سازمانونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ۳۵ ادارو سره کار او مالي ملاتړ بند کړي چې د امریکا د ملي ګټو، امنیت، اقتصادي سوکالۍ یا حاکمیت پر ضد فعالیت کوي.

د ولسمشر ټرمپ په امر کې د یادو شوو نړیوالو سازمانونو له ډلې څخه د (۲۴/۷) په نوم د کاربن-وړیا انرژۍ تړون، د چاپېریال ساتنې د همکارۍ کمېسیون؛ د (زده کړه ځنډیدای نشي) په نوم بنسټ، د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا او مقاومت صندوق، د ترهګرۍ پر ضد نړیوال فورم، د کډوالۍ نړیوال فورم، او د ملګرو ملتونو پوهنتون په شان ادارې پکې شاملې دي.

د ولسمشر ټرمپ دا اقدام د هغه بیاکتنې او ارزونې نه وروسته وشو چې د روان کال په پیل کې یې امر شوی و، ترڅو ټول هغه نړیوال بین‌الحکومتي سازمانونه، کنوانسیونونه او تړونونه وڅېړل شي چې متحده ایالتونه یې غړی یا یو اړخ دی او یا یې مالي ملاتړ کوي.

دغه اقدام به له هغو ادارو څخه د امریکايي مالیه ورکوونکو مالي ملاتړ او ګډون پای ته ورسوي چې د امریکا د لومړیتوبونو پر ځای نړیوالې اجنډاوې پرمخ وړي او یا مهمې ستونزې په ناسمه او بې‌اغېزه توګه تعقیبوي. ددې پر ځای به غوره دا وي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې په نورو لارو د اړوندو ماموریتونو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د دغو ادارو څخه ډېری یې د اقلیم سخت دریځې پالیسۍ، نړیواله واکمني، او ایډیالوژیک پروګرامونه ترویجوي چې د امریکا له حاکمیت او اقتصادي ځواک سره په ټکر کې دي.

امریکايي مالیه ورکوونکو پر دغو سازمانونو میلیاردونه ډالر لګولي، خو لږه پایله یې ترلاسه کړې؛ په داسې حال کې چې هغوی ډېر ځله د امریکا پر تګلارو نیوکه کړې او زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې اجنډاوې پرمخ وړي او یا هم د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي، ځکه چې د مهمو مسلو د حل دعوه کوي خو هېڅ واقعي پایله نه تر لاسه کوي.

سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو سره سم، ولسمشر ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان (WHO) او د پاریس د اقلیم له تړون څخه د متحده ایالتونو د وتلو بهیر پیل کړ.

د خپلې ادارې په لومړۍ ورځ، ولسمشر ټرمپ د ولسمشری یو یاداښت هم لاسلیک کړ چې له مخې یې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) ته خبر ورکړل شو چې د دې سازمان نړیوال مالیاتي تړون په متحده ایالتونو کې هېڅ قانوني اغېز نه لري، او همدارنګه یې د دې پلټنې امر وکړ چې ایا بهرني هېوادونه داسې مالیاتي مقررات لري او که نه چې له سرحدونو هاخوا اغېز ولري یا پر امریکايي شرکتونو نامتناسب اغېز وکړي.

یوازې څو اوونۍ وروسته، ولسمشر ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا (UNHRC) څخه ووتل او د منځني ختیځ لپاره یې د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې (UNRWA) ته د هر ډول راتلونکي مالي ملاتړ مخه هم ونیوله.

په اجرائیوي یاداښت کې دا هم راغلي چې ولسمشر ټرمپ «د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکوي، د تمرکز او سرچینو پام یې د کورنیو لومړیتوبونو لکه بنسټیزو تاسیساتو، پوځي چمتووالي او د پولې امنیت ته اړولی، او په چټکۍ یې د بهرنيو د لاسوهنې پر وړاندې د امریکايي شرکتونو د ساتنې لپاره اقدام کړی دی.»

XS
SM
MD
LG