د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت اړوند د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر یا (OFAC) په دې میاشت کې، د شمالي کوریا اړوند پر شپږو کسانو او دوه و ادارو نوي بندیزونه لګولي دي.
دغو اشخاصو او ادارو د شمالي کوریا د حکومت له خوا د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارکوونکو په هغو پروګرامونو کې برخه لرله چې په سیستماتیک ډول امریکایي شرکتونه غولوي او لدې لارې عواید ترلاسه کوي څو د هغه هېواد د ډلهییزې وژنې د وسلو پروګرامونه تمویل کړي. دوي یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لدې لارې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالره عاید تر لاسه کړی دی.
د مالیې وزیر سکات بیسینت وویل: "د شمالي کوریا رژیم د تکنالوژۍ په ډګر کې د خپلو بهرنیو کارکوونکو په ذریعې چې په درغلیزو چارو او ټګۍ برګۍ کې ښکېل دي، امریکايي شرکتونه په نښه کوي، حساس معلومات د وسلې په توګه کاروي او له شرکتونو څخه د زیاتو پیسو غوښتنه کوي."
د شمالي کوریا اړوند (آی ټي) ډلې معمولاً له جعلي اسنادو، غلا شویو پېژندپاڼو او هویتونو څخه کار اخلي څو خپل اصلي هویت پټ وساتي او په متحدو ایالتونو او په ملګرو هیوادونو کې د قانوني شرکتونو په ګډون په غوره ځایونو کې دندې ترلاسه کړي.
راپورونه ښيي چې د شمالي کوریا حکومت د دغو کارکوونکو د معاشونو ډېره برخه اخلي او په سلګونه میلیونه ډالر برابروي څو دا پیسې د رژیم د ډلهییزو وژونکو وسلو او بالستیک توغندیو پروګرامونه تمویل کړي چې دا په اصل کې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو څخه سرغړونه ده.
په ځینو مواردو کې د شمالي کوریا څخه د (ای اي) د برخې کارکوونکو په پټه د شرکتونو شبکو ته زیانرسوونکی سافټویر (مالویر) هم داخلوي تر څو محرم او مهم معلومات ترلاسه کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بندیزونو دا اقدام چې د مارچ په ۱۲مه ترسره شو، د امریکا د حکومت د پراخو هڅو یوه برخه ده. ددې هڅو موخه دا ده چې د شمالي کوریا دپاره د بېلابېلو غیرقانوني عایداتو پروګرامونه شنډ کړای شي.
دا اقدام د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت اړوند د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د دفتر د هغو نورو بندیزونو دوام هم دی چې په وروستیو میاشتو کې ترسره شوي دي.
دغه بندیزونه د شمالي کوریا د (آی ټي) د جعلي کارکوونکو څو شبکې په نښه کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په شمالي کوریا، ویتنام، لاوس او هسپانیه کې فعالیت کوي.
د "امناک ګانګ ټکنالوژۍ د پراختیا شرکت" چې د شمالي کوریا د (آی ټي) د ډګر هغه شرکت دی، چې په همدې برخه کې د بهرنیو کارکوونکو ډلې اداره کوي او له خپلو نړیوالو شبکو څخه د پوځي او سوداګریزو ټکنالوژیو د ترلاسه کولو او پلورلو غیرقانوني فعالیتونه ترسره کوي.
نګویین کوانګ ویت، چې په ویتنام کې د "کوانګ ویټ ډي این بي جي نړیوالو خدماتو" په نوم د شرکت مشر دی، د خپلې کمپنۍ له لارې شمالي کوریا ته د اسعارو د تبادلې اسانتیاوې برابروي.
د بندیزونو په نوملړ کې د (دو فی خان) په نوم یو بل کس هم شامل دی. دو في خان د (کیم سي اون) په نوم د هغه شخص سره تړاو لري چې د شمالي کوریا دپاره اټومي تدارکاتي اسانتیاوې برابروي او ښایي د بانکي حسابونو د پرانیستلو او د پیسو د سپینولو په چارو کې یې هم ورسره مرسته کړې وي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ زیاته کړه: "د ولسمشر تر مشرۍ لاندې، د امریکا مالیې وزارت به د پیسو د لړۍ تعقیب او څار ته دوام ورکړي، څو امریکايي شرکتونه له دغو ناوړه فعالیتونو څخه خوندي وساتي او مسؤلو کسانو سره حساب او کتاب وشي."